2 د دوئ مقصد دا دے چې خلقو ته د حِکمت او تربيت په حقله تعليم ورکړى او چې هغوئ په عقلمندو خبرو پوهه شى.
د مالِک خُدائ يره حِکمت پېدا کوى، عاجزى د عزت وړومبے قدم دے.
د حِکمت حاصلول د سرو زرو نه څو چنده ښۀ دے، او د عقل حاصلول د سپينو زرو نه څو چنده ښۀ دے.
په کم عقل د خرچې کولو څۀ فائده نشته، ځکه چې هغه په خپله د عقل زده کولو خواهش نۀ کوى.
نصيحت ته غوږ ونيسه او هدايت قبول کړه، نو په آخر کښې به تۀ هم هوښيار شې.
نو تۀ به په دې پوهه شې چې څۀ ښۀ او د اِنصاف او مناسب دى. او تۀ به د ژوند نېغه لار بيامومې.
زما زامنو د خپل پلار هدايت ته غوږ ونيسئ. او هغې ته توجو ورکړئ او پوهه حاصله کړئ.
حِکمت ته ووايه چې، ”تۀ زما خور يې،“ او پوهې ته خپل نزدې رشتهدار ووايه.
زما تعليماتو ته غوږ شئ او هوښيار شئ، دا مۀ نظر انداز کوئ.
اے ساده خلقو، احتياط زده کړئ، اے بېوقوفو. عقل حاصل کړئ.