15 زما زويه، د داسې خلقو سره مۀ ځه، او د هغوئ په نقش قدم مۀ ځه.
نو هغه بختور دے او بختور به وى څوک چې د بدعملو په خبرو عمل نۀ کوى، په لار د ګناهګارو چې تلل نۀ کوى، د مسخره کوونکو په ډله کښې چې نۀ کښېنى.
ما د هرې بدې لارې نه خپل قدمونه ساتلى دى نو چې زۀ ستا په کلام عمل وکړے شمه
راځه مونږ سره ملګرے شه او مونږ چې څۀ لوټ کړُو نو په هغې کښې به تا له هم برخه درکړُو.“
څوک چې هوښيارانو سره ګرځى هغه هوښياريږى، خو د کم عقلو دوستانه نقصان ورکوى.
د بدکارانو سره حسد مۀ کوه او د هغوئ د دوستانې آرزو مۀ کوه
د ظالم سره سيالى مۀ کوه او مۀ د هغۀ په نقش قدم عمل کوه،
ښې او ګس طرف ته مۀ تاوېږه، او خپلې پښې د شرارت نه وساته.
د داسې ښځې نه ځان لرې ساته. او چې د هغې د کور دروازې ته هم ورنزدې نۀ شى
خپله ساده لار پرېږدئ نو تاسو به ژوندى پاتې شئ، او د پوهې په لار تلل وکړئ.“
خو هغه کس به ژوندے پاتې شى چې صداقت سره ژوند تېروى او رښتينے وى، غېر قانونى ګټه او رشوت نۀ اخلى، چې د قتل منصوبې نۀ جوړوى او د غلطو کارونو نه ځان ساتى.
نو مالِک خُدائ د دې خلقو په حقله فرمائى، ”د دوئ ډېر زيات دا خوښېدل چې فضول وګرځى او زما نه واوړى او په خپل ځان يې قابو نۀ وُو. نو ځکه زۀ د دوئ نه راضى نۀ يم. او د دوئ ګناهونه به راته ياد وى، او سزا به ورله ورکړم.“
دې دپاره مالِک فرمائى چې، ”د هغوئ نه راوځئ او د هغوئ نه جدا شئ او يو ناپاک څيز له هم لاس ورنۀ وړئ، نو زۀ به تاسو قبول کړم.