11 کۀ چرې هغوئ ووائى، ”راځه، چې يو ځائ شُو او د پټ ځائ نه ګزار وکړُو او قتل وکړُو. راځه چې په يو بېګناه کس باندې هسې د خوند دپاره غلې حمله وکړُو.
زما د وژلو په تلاش کښې دى دوئ لکه د اوږى ازمرى په شان، لکه د خپل ښکار په طمع پټ ناست چې وى زمرے ځوان.
بېسببه هغوئ ما ته اېښودى دى دامونه بېسببه يې زما د نيولو دپاره کوهے کنستے دے،
ټول راټول شوى دى او پټ ناست دى، په هر قدم کښې راپسې دى او زما د مرګ خواهش کوى.
ځکه چې هغوئ د بدکارۍ طرف ته په منډه روان وى، او د وينې تويولو په اړخ تېزۍ سره روان وى.
خو دغه شان خلق د خپل ځان دپاره دام خوروى، داسې دام چې هغوئ به په خپله په کښې تباه شى.
د بدعمله خلقو خبرې د وينو توېدلو په طمع وى، خو د صادقانو خبرې د هغوئ ژوند بچ کوى.
د بدکارانو غوندې مۀ جوړېږه څوک چې د صادقانو د کور خلاف په انتظار کښې ناست وى، او د هغوئ په کورونو حمله مۀ کوه.
د غلو ملګرے په خپله د ځان دشمن وى، هغه دا چې د قسم خوړلو نه وروستو به هم په عدالت کښې دروغ وائى.
د هغوئ غاښونه د تُورو په شان دى او د هغوئ ژامنې د چړو په شان دى ترڅو چې غريبانان پرې د زمکې نه تير کړى، او د انسانانو نه ضرورتمند ختم کړى.
زۀ د هغه بېګناه ګډُورى په شان وم چې د حلالولو دپاره روان کړے شوے وى او ما ته زما خِلاف د هغوئ د بدو منصوبو عِلم نۀ وو. هغوئ وئيل، ”راځئ چې د مېوې هغه ډکه ونه راوغورزوُو، راځئ چې هغه د ژوندو د دُنيا نه ختم کړُو چې نور د هغۀ نوم د دُنيا نه د تل دپاره ورک شى.“
زما د غوره شوى قوم په مينځ کښې شريران پېدا کيږى. هغوئ لکه د مارغانو د ښکاريانو په شان په انتظار کښې ناست دى، دوئ د خلقو دپاره دام خوروى ترڅو هغوئ په کښې راګېر کړى.
مؤمنان د دُنيا نه ختم کړے شول، يو نېک هم پاتې نۀ شو. ټول انسانان په دې انتظار کښې دى چې وينه توئ کړى، هر يو خپل ورور په جال کښې راګېروى.
هم د هغوئ په شريعت کښې دا ليکلى دى چې، ”هغوئ ما نه بېسببه نفرت وکړو.“
اوس دا ستاسو او د جرګې کار دے چې کمان آفسر ته درخواست وکړئ چې هغه تاسو له لاندې راولى په دې بهانه چې تاسو غواړئ چې د دۀ د مقدمې صحيح تحقيقات وکړئ. مونږ دې ته تيار يُو چې دلته د رارسېدو نه وړاندې هغه قتل کړُو.“
او خواست يې ورته وکړو چې د پولوس خلاف په مونږ دا مهربانى وکړه چې هغه يروشلم ته ولېږه، په حقيقت کښې هغوئ په لاره د هغۀ د وژلو سازش کړے وو.