6 د هيڅ خبرې غم مۀ کوئ بلکې په هره خبره کښې خپل درخواستونه د دُعا او زارۍ په وسيلې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک په حضور کښې پېش کوئ،
خو اے مالِکه خُدايه زما خُدايه پاکه، زۀ ستا خِدمت کوونکے يم. زما دُعا واوره او زۀ چې کوم سوال کوم نو هغه منظور کړه.
حزقياه بادشاه او د آموص زوئ يشعياه پېغمبر خُدائ پاک ته سوال وکړو او هغۀ ته يې د مدد دپاره فرياد وکړو.
اے مالِکه خُدايه زما شونډې خلاصې کړه، او زۀ به په خپله خولۀ ستا ثناء صِفت وکړم.
سحر، غرمه او ماښام به زۀ هغۀ ته خپل فريادونه وړاندې کوم، او هغه به واورى آواز زما.
خپل مشکلات مالِک خُدائ ته پرېږده، او هغه به ستا حفاظت وکړى، هغه صادقان نۀ پرېږدى چې شکست وخورى.
اے خلقو هر وخت هغۀ باندې يقين ساتئ. تاسو هغۀ ته د خپل زړۀ مشکل بيانوئ، ځکه چې خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے.
مالِک خُدائ د بدکارانو د قربانۍ نه نفرت کوى، خو د نېکانو دُعا هغه خوشحالوى.
هر يو کار چې تۀ کوې هغه مالِک خُدائ ته سپاره، نو ستا منصوبې به کاميابې شى.
زما ګوګوشتکې په کمر کښې د ګټانو شاته خپل ځان پټ کړے دېنه. زۀ ستا مخ ليدل غواړمه، او ستا آواز اورېدل غواړمه. ځکه چې ستا آواز خوږ دېنه، او ستا مخ ښائسته دېنه.
”د هغې نه وروستو کله چې ما د زمکې کاغذونه باروک د نيرياه زوئ له ورکړل نو بيا ما دُعا وکړه،
د مدد دپاره ما ته ووايه او زۀ به جواب درکړم او زۀ به تا ته هغه لوئ او پټ رازونه او خبرې څرګندې کړم چې تۀ پرې نۀ پوهېږې.
شدرک، ميشک او عبدنجو بادشاه ته جواب ورکړو، ”اے نبوکدنضره، مونږ ته د دې ضرورت نشته چې ستا نه په دې معامله کښې د خپل ځان ساتنه وکړُو.
خو کله چې دانيال په دې خبر شو چې دا فرمان جارى شوے دے، نو هغه په خپل کور کښې بره کوټې ته لاړو چې کړکۍ يې د يروشلم طرف ته کولاو وې. نو هره ورځ به يې درې ځله سجده او دُعا کوله، او د خپل خُدائ پاک شُکر به يې ادا کولو، لکه څنګه چې هغۀ وړاندې کول.
خو هر کله چې تاسو ونيولے شئ نو د دې سوچ مۀ کوئ چې تاسو به څۀ او څنګه ووايئ. چې وخت راشى نو هغه خبرې به په خپله ستاسو خولې ته راشى چې تاسو ته يې ضرورت وى.
په غنو کښې د پرېوتلى تخم مِثال د هغه چا دے څوک چې کلام واورى خو دُنيادارى او د دولت مينه په دۀ غالبه شى او کلام بېمېوې پاتې شى.
ځکه د سبا غم مۀ کوئ، سبا به خپل غم په خپله کوى. د نن دپاره نننے غم کافى دے.“
د هغوئ پېښې مۀ کوئ، ستاسو آسمانى پلار ستاسو د غوښتو نه وړاندې ستاسو په حاجتونو خبر دے.
مالِک په جواب کښې ورته وفرمائيل، ”مرتا، مرتا، تۀ د ډېرو څيزونو په سوچونو کښې ډوبه شوې يې.
بيا هغۀ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې د خپل ژوندون دپاره دا اندېښنې مۀ کوئ چې، څۀ به خورو يا څۀ به اغوندو.
نو ځکه تاسو د خوراک څښاک پسې منډې مۀ وهئ، تاسو د دې څيزونو اندېښنه مۀ کوئ.
بيا عيسىٰ مريدانو ته يو مِثال ووئيلو، او ورته يې دا وښودل چې هغوئ دې ضرور بار بار دُعا غواړى او زړۀ دې نۀ بائيلى.
نو ولې خُدائ پاک به د خپلو غوره شوو دُعا نۀ اورى څوک چې ورته شپه او ورځ زارى او مِنت کوى؟ ولې هغه به د دوئ په مدد کولو کښې ډېر وخت ولګوى؟
آيا تۀ غلام وې کله چې راوبللے شوې؟ نو په دې مۀ پرېشانه کېږه، خو کۀ تا ته د آزادېدو موقع مِلاو شى نو هغه اختيار کړه.
زۀ دا غواړم چې تاسو د پرېشانۍ نه بېغمه اوسئ. ناوادۀ شوے سړے د مالِک په حقله سوچ کوى چې مالِک به څنګه راضى کړى.
او تاسو د خپلو دُعاګانو په وسيله زمونږ مدد کوئ. او ډېر خلق به د خُدائ پاک شُکر ګزارى وکړى ځکه چې خُدائ پاک په خپل فضل و کرم سره د ډېرو خلقو دُعاګانې زمونږ دپاره قبولې کړې دى.
او د هر څۀ دپاره همېشه خُدائ پلار ته د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم شُکر ګزارى کوئ.
او همېشه په هره موقع په روحُ القُدس کښې دُعا او زارى کوئ، او بېدار اوسئ او د ټولو مقدسينو دپاره بېناغې دُعا کوئ.
نو د مسيح سلامتى دې ستاسو په زړونو حکومت وکړى ځکه چې تاسو د يو بدن د اندامونو په طور د سلامتۍ دپاره رابللے شوى يئ. او شُکر ګزارى هم کوئ.
او هر څۀ چې تاسو کوئ، هغه کۀ تاسو خبرې کوئ يا څۀ کار، هر څۀ د مالِک عيسىٰ په نوم کوئ او د هغۀ په وسيله د خُدائ پلار شُکر ادا کوئ.
خپل ځانونه په دُعا کښې مشغول کړئ او بېدار اوسئ او شُکر ګزارى کوئ.
نو بيا زۀ د ټولو نه اول په تاسو دا زور راوړم چې خواستونه، دُعاګانې، شفاعت او د ټولو خلقو دپاره شُکر ګزارى کوئ،
کومه کونډه چې واقعى يواځې وى او د هغې هيڅوک هم نۀ وى، هغه په خُدائ پاک اُميد ساتى او شپه ورځ به په زارۍ او دُعا کښې آخته وى.
د ټولو څيزونو خاتمه رانزدې ده، نو په دې وجه خپل ځان ساتئ او د دُعا کولو دپاره په هوش کښې اوسئ.
او خپله ټوله پرېشانى په هغۀ واچوئ ځکه چې هغه ستاسو خيال ساتى.
هغې ورته په جواب کښې ووئيل، ”صاحِبه، زۀ په نشه کښې نۀ يم. ما نۀ مے او نۀ شراب څښلى دى، زۀ سخته پرېشانه يم او ما دُعا کوله او خپل تکليفونه مې مالِک خُدائ ته بيانول.
داؤد اوس په سخته خطره کښې وو، ځکه چې د هغۀ ټول سړى د خپلو بچو په وجه سخت غصه وُو او هغوئ هغه سنګسارول غوښتل، خو مالِک خُدائ د داؤد خُدائ پاک د هغۀ ايمان مضبوط کړو.
بيا سموئيل يو کاڼے واخستلو او د مصفاه او شين په مينځ کښې يې ولګولو او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ زمونږ هر قِسم مدد کړے دے.“ او په دې باندې يې ”د مدد کاڼے“ نوم کېښودو.