2 زۀ يووديه او سنتخې ته مِنت کوم چې د مالِک په يووالى کښې په يو زړۀ پاتې شى.
هغۀ خپل وروڼه رُخصت کړل او چې هغوئ څنګه روان شول هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”په لاره کښې بحث مۀ کوئ.“
مالګه ښۀ څيز دے، خو کۀ مالګه بېخونده شى نو بيا به څنګه دوباره مالګينه شى؟ په خپلو کښې مالګه وساتئ او د يو بل سره په صُلح اوسئ.“
نو اوس اے وروڼو او خوېندو، عيسىٰ مسيح چې زمونږ مالِک دے، د هغۀ د نوم په وسيله په تاسو زور راوړم چې تاسو ټول يو شئ او په خپل مينځ کښې ډلې مۀ جوړَوئ، بلکې تاسو په يو عقل او پوره په يو خيال او اتفاق شئ.
نو بيا دې مونږ په هغې خبرې کلک ودرېږو کومه چې مونږ حاصله کړې ده.
او د هغوئ د کار په سبب په ډېره مينه د هغوئ ډېر عزت کوئ، او په خپل مينځ کښې په امن و امان ژوند تېروئ.
ټولو سره د صُلح کوشش کوئ او د هغې پاکيزګۍ طلبګار اوسئ د کومې نه بغېر چې به هيڅوک مالِک ونۀ وينى.