Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




فیلیپیان 3:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 مونږ ټول چې په روحانى توګه بالغان يُو په کار دى چې په هر خبره کښې يو شان خيال ولرو، او کۀ په څۀ خبره کښې ستاسو اختلاف وى نو دا خبره به هم خُدائ پاک تاسو ته ښکاره کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




فیلیپیان 3:15
21 Iomraidhean Croise  

هلته به يو لوئ سړک وى، چې نوم به يې ”د پاکوالى لار“ وى. ناپاک خلق به په دې باندې سفر نۀ کوى، ځکه چې دا لار صرف هغه خلقو دپاره مخصوص شوې ده کوم چې په نېغه لار ځى، او کم عقل خلق به په دې لار نۀ شى تلے.


تاسو کامِل شئ لکه څنګه چې ستاسو آسمانى پلار کامِل دے.“


نو کۀ بيا تاسو چې دومره ګناهګاران يئ، په دې پوهېږئ چې خپل اولاد له ښۀ څيزونه ورکړئ نو ستاسو آسمانى پلار به څومره زيات روحُ القُدس هغه چا له ورکړى چې څوک يې ترې غواړى.“


دا د نبيانو په صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې هغوئ ټولو ته به خُدائ پاک تعليم ورکړى. هر هغه څوک چې د پلار اورى او د هغۀ نه زده کوى هغه ما له راځى.


هر څوک چې غواړى چې د خُدائ پاک رضا پوره کړى، هغه به په دې پوهه شى چې زما تعليم د خُدائ د طرفه دے، يا کۀ زۀ د خپل ځان نه تعليم ورکوم.


غرض دا چې مونږ چې په ايمان کښې مضبوط يُو، په کار دے چې د کمزورو کمزورتيا برداشت کړو، نه چې په خپله خوشحالۍ کښې مشغول يُو.


اے زما وروڼو او خوېندو، په خپله پوهه کښې ماشومان مۀ جوړېږئ، بدۍ ته ماشومان شئ خو په پوهه کښې بالغان شئ.


بيا هم په کلکو ايماندارانو کښې مونږ د حِکمت خبرې کوُو کۀ څۀ هم چې دا نۀ د دُنيا او نۀ د دې دُنيا د سردارانو حِکمت دے، څوک چې فنا کېدونکى دى.


زما په تاسو په مالِک کښې دا پوره باور دے چې تاسو به بل غلط تعليم نۀ منئ. خو خُدائ پاک به داسې کس ته سزا ورکړى، څوک چې تاسو ګمراه کوى، کۀ هغه هر څوک هم وى.


زۀ دُعا کوم چې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح جلالى پلار خُدائ پاک دې تاسو ته د حکمت او پېژندګلو روح درکړى ترڅو چې تاسو د هغۀ په پېژندلو کښې ترقى وکړئ.


نو چې مونږ د هغۀ زيرے بيان کړُو او هر چا ته نصيحت وکړُو او هر يو ته په پوره هوښيارتيا سره تعليم ورکړُو نو چې هر څوک مونږ په مسيح کښې خُدائ پاک ته بالغ پېش کړُو.


اِپفراس چې ستاسو نه يو دے او د عيسىٰ مسيح خادِم دے هغه هم تاسو ته سلام وائى. هغه همېشه تاسو دپاره لاس په دُعا دے چې ستاسو ايمان مضبوط شى، او د خُدائ پاک د پوره مرضۍ په مطابق خپل ژوند تېر کړئ.


خو اوس مونږ ته د دې ضرورت نشته چې تاسو ته د ايماندارانو سره د مينې کولو په حقله وليکو ځکه چې خُدائ پاک په خپله تاسو له دا تعليم درکړے دے چې يو بل سره مينه کوئ.


د دې دپاره چې د خُدائ پاک خِدمتګاران د دې قابل شى او د هر نېک کار کولو دپاره تيار شى.


خو سخت خوراک د بالغه کسانو دپاره وى ځکه چې هغوئ په تجربې سره د ښۀ او بد تر مينځه فرق کولے شى.


خو څوک چې د هغۀ په کلام عمل کوى نو په دغه کس کښې د خُدائ پاک مينه کامله شوې ده. نو مونږ بيا په دې پوهيږو چې په رښتيا په هغۀ کښې اوسيږو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan