3 د خود غرضۍ او بېځايه فخر په وجه څۀ مۀ کوئ، بلکې په عاجزۍ سره يو بل د ځان نه غوره ګڼئ.
غرور صرف لانجه پېدا کوى، خو حِکمت په هغوئ کښې وى څوک چې نصيحت منى.
زۀ تاسو ته وايم چې هم دا سړے د هغه اولنى سړى نه زيات صادق کور ته واپس لاړو، ځکه هر څوک چې ځان اوچتوى، هغه به عاجز کړے شى او څوک چې ځان عاجز کړى، هغه به اوچت کړے شى.“
لکه د وروڼو د يو بل سره مينه کوئ او په عزت کولو کښې د يو بل نه مخکښې کېږئ.
راځئ چې د ورځې په رڼا کښې په عزت سره ژوند تېر کړُو، نۀ چې په ګډا او نشه بازۍ، نۀ په زناکارۍ، نۀ په مستۍ، او نۀ په شهوت پرستۍ، نۀ په جنګونو او حسد.
خو هغوئ څوک چې خود غرضه دى او د حق نه منکر دى او غلط کارونه کوى، په هغوئ به قهر او غضب نازل شى.
زۀ په رسولانو کښې د ټولو نه ورکوټے يم تر دې چې د رسول بللو لائق هم نۀ يم ځکه چې ما د خُدائ پاک جماعت زورَولے وو.
ځکه چې تر اوسه پورې تاسو د ګناه د فطرت په اختيار کښې يئ، او چې تر اوسه پورې په تاسو کښې حسد او جګړه روانه ده. نو ولې د دې نه دا پته نۀ لګى چې تاسو تر اوسه د انسانى خواهش په مطابق کردار کوئ؟
ځکه چې زۀ يرېږم، هسې نه چې کله زۀ درشم او تاسو چې څنګه غواړم هغه شان مو ونۀ مومم، او څنګه چې تاسو نۀ غواړئ ما هغه شان ومومئ، زۀ يرېږم چې په تاسو کښې جګړه، کينه، غصه، خود غرضى، بده وينا، غېبتونه، ډوزې او فساد نۀ وى.
خو کۀ چرې تاسو د يو بل وينې څښئ او جنګونه کوئ نو خبردار شئ چې په داسې کولو به يو بل برباد کړئ.
نو مونږ دې بېځايه فخر نۀ کوُو، او نۀ دې يو بل راپاروو او نۀ دې د يو بل نه سوزو.
په پوره عاجزۍ، نرمۍ، صبر او په مينې سره يو بل زغمئ.
د مسيح د درناوى دپاره د يو بل تابعدارى کوئ.
هر کار بې د غورېدو او بحث نه بغېر پوره کوئ،
نو بيا چې خُدائ پاک تاسو غوره او مقدس وګرځولئ او درسره يې مينه وکړه نو بيا د زړۀ سواندۍ، مهربانۍ، شرافت، عاجزۍ، او صبر جامې واغوندئ.
خو اوس تاسو له په کار دى چې د غصې، قهر، بدخواهۍ، چُغلۍ او سپکې خبرې پرېږدئ.
هغه مغرور دے او په هيڅ نۀ پوهيږى، او هغۀ ته د بحث مباحثى او زبانى تکرار بيمارى ده او د دې په وجه کينه او جګړې او بده وينا او بدګُمانى رامينځ ته کيږى،
غرض دا چې تاسو ټول په يو زړۀ او په همدردۍ اوسېږئ، د ورورولۍ مينه کوئ، نرم زړۀ او حليمان اوسئ.
اے ځوانانو، هم دغه شان تاسو هم د مشرانو تابعدار اوسئ، بلکې د يو بل د خِدمت دپاره تاسو ټول په حليمۍ ملا وتړئ ځکه چې، ”خُدائ پاک د کبرژنو مقابله کوى خو عاجزانو له فضل ورکوى.“