24 او زما په مالِک پوخ يقين دے چې زۀ به په خپله هم زر درشم.
د مالِک عيسىٰ مسيح نه زۀ اُميد کوم چې ډېر زر به زۀ تاسو ته تيموتيوس درولېږم چې زۀ ستاسو د حالت نه خبر شم نو خوشحاله به شم.
او بله دا چې زما دپاره يوه کوټه تياره کړه، ځکه چې زما اُميد دے چې ستاسو د دُعاګانو په وسيله به زۀ بيا تاسو له درشم.
اګر کۀ ډيرې خبرې داسې دى چې زۀ يې تاسو ته ليکل غواړم خو د هغې زۀ په ليک کښې راوستل نۀ غواړم، خو د دې په ځائ زۀ دا اُميد کوم چې در به شم او درسره به په مخامخ خبرې وکړم نو چې زمونږ خوشحالى پوره شى.
زما اُميد دے چې ډېر زر به تاسو ووينم او مخامخ به د يو بل سره خبرې وکړُو.