په هغه ورځو کښې به يهوداه بچ کړے شى او اِسرائيل به د سلامتۍ سره ژوند کوى. او دا هغه نوم دے چې په کوم سره به هغه ياديږى، مالِک خُدائ زمونږ خلاصونکے دے.“
عيسىٰ ورته جواب ورکړو، ”څوک چې زما سره مينه کوى، هغوئ به زما په کلام عمل کوى او زما پلار به د هغوئ سره مينه کوى، او زۀ او پلار به هغوئ ته ورشو او د هغوئ سره به اوسو.
د هغۀ مور او پلار د يرې نه داسې ووئيل ځکه چې هغوئ د يهوديانو نه ويرېدل. نو يهوديانو د مخکښې نه دا فېصله کړې وه چې څوک هم عيسىٰ ومنى چې مسيح دے نو هغه به د عبادتخانې نه وشړى.
هر هغه څوک چې کامياب شى نو هغوئ ته به دغسې سپينې جامې وراغوستلے شى او د هغوئ نوم به زۀ هيڅکله هم د ژوندون د کِتاب نه ونۀ باسم او زۀ به د خپل پلار او د هغۀ د فرښتو د وړاندې دا اعلان وکړم چې هغوئ زما خپل دى.