30 او تاسو هم هغه خوارى کوئ په کومو چې مو زۀ ليدلے وم او اوس هم اورئ چې زۀ هغه شان لګيا يم.
ما تاسو ته دا هر څۀ ووئيل نو چې تاسو په ما کښې سلامتيا حاصله کړئ. په دې دُنيا کښې به تاسو زحمتونو سره مخامخ شئ. خو زړَور شئ ځکه چې زۀ په دُنيا غالب شوے يم.“
تر دې چې د قيصر د قلعې ټولو محافظانو او نورو ټولو خلقو ته دا پته ولګېده چې زۀ د مسيح دپاره قېدى يم.
د دې دپاره زۀ د مسيح د هغه قوت په مطابق د زړۀ نه خوارى کوم چې په ما کښې په زور اثر کوى.
زۀ غواړم چې تاسو پوهه شئ چې زۀ ستاسو دپاره او د لوديکيانو د جماعت دپاره او د هغوئ ټولو دپاره چا چې زۀ مخامخ نۀ يم ليدلے، څومره خوارى کوم.
خو اګر کۀ چې مونږ په فيليپى کښې ډېر وکړېدو او بېعزته کړے شُو څنګه چې تاسو ته پته ده خو بيا هم مونږ په خُدائ پاک کښې دا زړۀ ورتيا وموندله چې تاسو ته مو د ډېرو مخالفتونو باوجود د خُدائ پاک زيرے درورسولو.
د ايمان په جنګ کښې ښۀ وجنګېږه، او په هغه ابدى ژوندون قبضه وکړه د کوم دپاره چې تۀ رابللے شوے يې او د کوم چې تا د ډېرو ګواهانو په وړاندې ډاډه اقرار کړے وو.
ما ښۀ جنګ وکړو، خپله منډه مې پوره کړه، او تر آخره په خپل ايمان قائم پاتې شوم.
نو په دې وجه بيا چې د ګواهانو دومره لويه ګڼه زمونږ نه چاپېره ده نو راځئ چې مونږ هم هر يو پيټے او هغه ګناه چې مونږ په آسانۍ سره انښلوى د ځان نه لرې کړُو، او راځئ چې په هغه منډه کښې په صبر سره وزغلو چې مونږ له مقرر ده.
ستاسو د ګناه خلاف جنګ کښې تاسو لا تر اوسه دې حد پورې نۀ يئ رسېدلى چې په کښې ستاسو وينه تويه شوى وى.
خو هغوئ په هغۀ د ګډُورى د وينې او د هغوئ د ګواهۍ کولو په وسيله کامياب شول، او هغوئ خپل ځان عزيز ونۀ ګڼلو تر دې چې مرګ ته تيار شول.