Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




فیلیپیان 1:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 صرف داسې اخلاق کوئ چې ستاسو ژوند دې د مسيح د زيرى په مطابق وى، نو بيا کۀ زۀ راشم او يا رانۀ شم، خو چې ستاسو په حقله دا واورم چې تاسو په يو روح کښې قائم يئ، او د اِنجيل د ايمان دپاره په يو زړۀ ښۀ خوارى کوئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




فیلیپیان 1:27
53 Iomraidhean Croise  

يوآب هغۀ ته ووئيل، ”کۀ تا ته پته ولګى چې شاميان ما له شکست راکوى، نو راشه او زما مدد وکړه او کۀ عمونيان تا له شکست درکوى، نو زۀ به درشم او ستا مدد به وکړم.


يروشلم د هغه ښار په شان جوړ شوے دے، چې ټول ښار د يو بل پسې پيوسته جوړ شوے وى.


څومره ښۀ او د مزې خبره ده کله چې وروڼه په يو اتفاق سره اوسيږى.


ځکه چې مالِک خُدائ به په خپل لاس کښې د دوئ مقدمه واخلى او هغوئ به لوټ کړى، چا چې دوئ لوټ کړى وى.


زۀ به هغوئ ته د زړۀ او د سوچ يووالے ورکړم چې د خپل ځان د خوشحالۍ او د خپل نسل د آبادۍ او سکون دپاره به زما نه همېشه يريږى.


عيسىٰ په دې پوهه وو چې دوئ څۀ سوچ کوى، نو ځکه يې هغوئ ته وفرمائيل، ”هره بادشاهى چې په خپلو کښې بې‌اتفاقه شى نو هغه تباه کيږى، او په يو ښار يا کور کښې چې بې‌اتفاقى راشى نو هغه به په خپلو کښې جدا شى.


هغوئ به هره ورځ په يو زړۀ د خُدائ په کور کښې راجمع کېدل او په کورونو کښې به يې په شريکه روټۍ خوړله او خپل خوراک به يې په خوشحالۍ او په صفا زړۀ يو بل سره شريکولو.


خو څو ورځې پس فِليکس د خپلې ښځې دروسيله سره راغلو څوک چې يهودڼه وه. نو پولوس يې راوغوښتو او په عيسىٰ مسيح د ايمان راوړلو په حقله يې خبرې ترې نه واورېدلې.


ټول ايمانداران په يو زړۀ وو او چا هم دا دعوىٰ نۀ کوله چې دا د هغوئ ملکيت دے بلکې هغوئ سره چې څۀ هم وو هغه يې شريک کړل.


زۀ د مسيح د زيرى نه نۀ شرمېږم، ځکه چې د هر چا دپاره چې ايماندار وى دا د خلاصون دپاره د خُدائ پاک قدرت دے، اول د يهوديانو دپاره، بيا د غېر‌يهوديانو دپاره.


د هغۀ په وسيله مونږ ته دا فضل او رسالت بخښلے شوے دے چې د هغۀ د نوم دپاره ټولو غېرو قومونو ته بلنه ورکړُو چې د ايمان په وسيله تابعدارى وکړو.


هغه خُدائ پاک د چا چې زۀ د خپل زړۀ نه خِدمت کوم او د هغۀ د زوئ زيرے خوروم، هغه خُدائ پاک زما ګواه دے چې زۀ تاسو مسلسل په خپلو دُعاګانو کښې يادوم.


خو دا څۀ وائى؟ ”کلام تاسو سره نزدې دے، دا ستاسو په شونډو او ستاسو په زړۀ کښې دے.“ نو هم دا د ايمان کلام دے چې مونږ يې بيانوو.


چې زۀ غېر‌يهوديانو ته د عيسىٰ مسيح خادِم شم او د خُدائ پاک د کلام لکه د اِمام په شان خِدمت وکړم، او چې د غېر‌يهوديانو نذرانې خُدائ ته قبولې شى او د روحُ القُدس په وسيله مقدسې شى.


او ما ته پته ده چې کله زۀ تاسو ته درځم نو د عيسىٰ مسيح پوره برکت به دروړم.


نو اوس اے وروڼو او خوېندو، عيسىٰ مسيح چې زمونږ مالِک دے، د هغۀ د نوم په وسيله په تاسو زور راوړم چې تاسو ټول يو شئ او په خپل مينځ کښې ډلې مۀ جوړَوئ، بلکې تاسو په يو عقل او پوره په يو خيال او اتفاق شئ.


نو اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، ټينګ او قائم اوسئ او همېشه د مالِک په کار کښې بوخت اوسئ ځکه چې تاسو ته پته ده چې په مالِک کښې ستاسو خوارى بې‌فائدې نۀ ده.


اے وروڼو او خوېندو زما آخرى خبره دا ده چې، خوشحاله اوسئ، په هر څۀ کښې بالغان شئ، يو بل ته ډاډګيرنه ورکوئ، په امن سره اوسېږئ، نو بيا به د مينې او د سلامتۍ خُدائ پاک تاسو سره وى.


شېطان يعنې د دې دُنيا بادشاه د بې‌ايمانانو عقل ړوند کړے دے د دې دپاره چې هغوئ د مسيح په حقله د زيرى د جلال هغه رڼا ونۀ ګورى، څوک چې د خُدائ پاک په صورت دے.


نو ستاسو د خِدمت په وجه به هغوئ د خُدائ پاک لوئى بيان کړى. نو هغوئ او نورو ټولو ايماندارانو ته به ستاسو سخاوت دا خبره ثابته کړى چې تاسو د مسيح د زيرى تابعدار يئ.


اګر چې بل زيرے نشته. خو داسې خلق شته چې هغوئ دا غواړى چې تاسو بې‌لارې کړى او د مسيح د زيرى مقصد درته بدل کړى.


نو تاسو چې حقيقت واورېدو يعنې د خلاصون زيرے چې تاسو پرې په مسيح ايمان راوړو، نو هغۀ په تاسو د خپلې هغه وعدې په مطابق چې پخوا يې کړې وه د روحُ القُدس مُهر ولګولو او خپل يې کړئ.


نو د کله نه چې زۀ ستاسو د هغه ايمان نه چې په مالِک عيسىٰ مو دے، او د هغې مينې نه چې د ټولو مقدسينو سره يې ساتئ خبر شوم،


نو زۀ چې د مالِک د خاطره قېدى يم، په تاسو زور راوړم چې هغه شان نېک ژوند تېروئ د کوم دپاره چې خُدائ پاک تاسو رابللى يئ.


ځکه چې تاسو د اولنۍ ورځې نه تر ننه پورې د زيرى په خورولو کښې ما سره شريک يئ.


په دې وجه زما ګرانو دوستانو، لکه څنګه چې تاسو همېشه زما تابعدارى کړې ده نۀ يواځې زما په موجودګۍ کښې بلکې د هغې نه ډېر زيات مو زما په غېر موجودګۍ کښې هم کړې ده، هم دغه شان په يره او په رپېدو د خپل خلاصون کار کوئ چې هغه په ښۀ شان سر ته ورسوئ.


او زما په مالِک پوخ يقين دے چې زۀ به په خپله هم زر درشم.


ما تاسو ته په څو څو ځله د هغوئ په حقله وينا کړې ده، او اوس په اوښکو سره وايم چې ډېر خلق د مسيح د سولۍ د دشمنانو په شان ژوند تېروى.


خو مونږ د آسمان اوسېدونکى يُو او مونږ د آسمان نه د خلاصوونکى مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو په اِنتظار کښې يُو.


نو ځکه زما خوږو وروڼو او خوېندو، تاسو سره چې زۀ مينه کوم او د ليدو مو خواهشمند يم، هم تاسو زما خوشحالى او تاج يئ، زما عزيزانو په دې طريقه په مالِک کښې قائم پاتې شئ.


د دې دپاره چې تاسو د مالِک لائق ژوند تير کړئ او په هره طريقه هغه راضى کړئ او په هر نېک کار کښې مېوه ونيسئ او د خُدائ پاک په عِلم کښې ترقى وکړئ.


ځکه چې مونږ اورېدلى دى چې ستاسو په عيسىٰ مسيح ايمان دے او د ټولو مقدسينو سره مينه کوئ،


خو تيموتيوس اوس له تاسو نه مونږ له واپس راغلو او ستاسو د ايمان او د مينې ښۀ زيرے يې راوړلو. او مونږ ته يې دا هم ووې چې تاسو تل زمونږ خير غواړئ او زمونږ د ليدو په خواهش کښې يئ لکه څنګه چې مونږ ستاسو د ليدو خواهش کوُو.


لنډه دا چې اے وروڼو او خوېندو، مونږ تاسو ته د مالِک عيسىٰ په نوم مِنت کوُو چې تاسو داسې چال چلن کوئ په کوم چې خُدائ پاک خوشحاليږى، لکه څنګه چې مونږ تاسو له تعليم درکړے دے. تاسو دغه شان کوئ، خو مونږ دا ستاسو د ترقۍ دپاره وايو چې نور هم دغه شان کوئ.


دا تعليم د مبارک خُدائ پاک د جلالى زېرى په مطابق دے کوم چې هغۀ ما ته په حواله کړے دے.


او په ايمان او په ښۀ ضمير قائم پاتې شئ. ځينو خلقو د خپل ضمير ونۀ منل، نو د هغوئ د ايمان بيړه غرقه شوه.


ما ښۀ جنګ وکړو، خپله منډه مې پوره کړه، او تر آخره په خپل ايمان قائم پاتې شوم.


غلا دې نۀ کوى بلکې پوره وفادار دې وى نو چې د دوئ هره خبره زمونږ د خلاصوونکى خُدائ پاک د تعليم ښائست وى.


ځکه چې زۀ ستاسو د ټولو مقدسينو سره د مينې او په مالِک عيسىٰ مسيح د ايمان نه خبر يم.


او صُلح کوونکى د صُلحې سره داسې تخم کَرى چې د صداقت مېوې ترې پېدا کيږى.


نو څنګه چې ټول څيزونه په دې طريقه هم ويلى کېدونکى دى نو بيا تاسو ته په پاک چال چلن او په ديندارۍ کښې څنګه ژوند کول په کار دى؟


په دې وجه زما ګرانو دوستانو، کله چې تاسو د دې خبرو په اِنتظار کښې يئ نو کوشش کوئ چې کله د هغۀ سره مخامخ کېږئ نو چې د سلامتۍ په حالت کښې بې‌داغه او بې‌عېبه يئ.


زما ګرانو دوستانو، اګر چې زما تاسو ته د هغه خلاصون په حقله د ليکلو ډېر زيات شوق وو په کوم کښې چې مونږ ټول شريک يُو، خو زۀ اوس تاسو ته د بل څيز په حقله ليکل غواړم او تاسو ته مِنت زارى کوم چې د هغه ايمان دفاع وکړئ کوم ايمان چې مقدسينو ته په يو ځل سپارلے شوے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan