25 او زما په دې يقين دے او زۀ پوهېږم چې ژوندے به پاتې شم، او زۀ به تاسو ټولو سره يم چې تاسو په ايمان کښې ترقى او خوشحالى وکړئ،
د خپل مقدس ځائ نه خُدائ داسې وفرمائيل، ”د فتحې په خوشحالۍ کښې به زۀ شِکم تقسيم کړم، او د سُکات د درې ناپ تول به وکړم.
خو ما ستا دپاره دا دُعا کړې ده چې ستا ايمان لاړ نۀ شى او کله چې تۀ ما ته راوګرځې نو تۀ خپل وروڼه مضبوط کړه.“
کله چې هغه راورسېدو او د خُدائ پاک فضل يې وليدو هغه ډېر خوشحاله شو او هغوئ ټولو ته يې ډاډګيرنه ورکړه او ورته يې ووئيل چې مالِک سره په وفادارۍ او په پوره زړۀ ټينګ ودرېږئ.
هغوئ د ايماندارانو زړونه مضبوط کړل او ډاډګيرنه يې ورکړه چې په خپل ايمان ټينګ او قائم پاتې شى او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”د خُدائ پاک بادشاهۍ ته د داخلېدو دپاره به مونږ ډېر تکليفونه زغمو.“
تاسو ټولو او هغه چا ته چې ما د خُدائ پاک د بادشاهۍ بيان کړے دے اوس زۀ په دې پوهېږم چې تاسو به کله هم زما مخ بيا ونۀ وينئ.
خُدائ پاک چې د اُميد سرچينه دے، هغه دې تاسو د خپل ايمان په وسيله د هرې خوشحالۍ او سلامتۍ نه ډک کړى، نو چې د روحُ القُدس په قدرت سره ستاسو اُميد هم په مخه زياتيږى.
ځکه چې زۀ د هغه خبرو کولو جرأت نۀ شم کولے بغېر د هغه نه چې مسيح زما په وسيله پوره کړى دى، د دې دپاره چې زۀ غېريهوديان په خپل قول او عمل باندې د خُدائ پاک تابع کړم.
او ما ته پته ده چې کله زۀ تاسو ته درځم نو د عيسىٰ مسيح پوره برکت به دروړم.
د چا په وسيله چې مونږ د خُدائ پاک په فضل کښې هغه ځائ وموندو چرته چې اوس مونږ يُو، او مونږ د خُدائ پاک د لويئ په اُميد کښې خوشحالى کوُو.
زمونږ مقصد دا نۀ دے چې ستاسو په ايمان بادشاهى کوُو بلکې ستاسو د خوشحالۍ دپاره مونږ تاسو سره په شريکه خِدمت کوُو ځکه چې تاسو په ايمان کښې قائم يئ.
خو زما ژوندى پاتې کېدل ستاسو دپاره ډېر ضرورى دى.
او زما په مالِک پوخ يقين دے چې زۀ به په خپله هم زر درشم.
او بله دا چې زما دپاره يوه کوټه تياره کړه، ځکه چې زما اُميد دے چې ستاسو د دُعاګانو په وسيله به زۀ بيا تاسو له درشم.
تاسو هغۀ سره داسې مينه کوئ اګر چې هغه مو ليدلے نۀ دے. او نۀ يې اوس وينئ، خو تاسو په هغۀ يقين ساتئ، او په جلالى انداز کښې خوشحالى کوئ کومه چې د بيان نه بهر ده.