22 خو کۀ زۀ ژوندے پاتې شم نو نور فائده مند به خدمت وکړے شم. نو زۀ نۀ شم وئيلے چې زما دپاره څۀ غوره دى.
ابىمَلِک ورته ووئيل، ”دا خو ما ستا نه په وړومبى ځل واورېدل. تا ما ته مخکښې ولې ونۀ وئيل؟ ما ته پته نشته چې دا چا کړى دى.“
هغۀ اِنکار وکړو او ورته يې ووئيل، ”ګوره، زما نېک په خپله په دې کور کښې د يو څيز فکر هم نۀ کوى، ځکه چې زۀ دلته يم. هغۀ زۀ په خپل هر څيز مشر جوړ کړے يم.
کۀ چرې زۀ هم بوډا او سپينږيرے شم، خو اے پاکه خُدايه، ما مۀ پرېږده ځان له، ترڅو چې زۀ راتلونکى نسل ته ستا قدرت بيان نۀ کړم، او ټولو را روانو نسلونو ته ستا زور بيان نۀ کړم.
چې کله خلقو وليدل چې موسىٰ د غرۀ نه راکوز نۀ شو او ډېر وخت يې هلته تېر کړو، نو هغوئ په هارون راغونډ شول او هغۀ ته يې ووئيل، ”مونږ نۀ پوهيږو چې په دې سړى، موسىٰ څۀ وشول، چې مونږ يې د مِصر نه راوويستلو، مونږ له معبودان جوړ کړه چې مونږ ته لارښودنه کوى.“
او اوس زما وروڼو، ما ته پته ده چې تاسو او ستاسو مشرانو دا کار په ناپوهۍ کښې وکړو،
اے زما وروڼو او خوېندو، زۀ غواړم چې تاسو په دې پوهه شئ چې ما ډېر ځله تاسو ته د راتلو کوشش کړے دے خو تر اوسه پورې د دې نه منع کړے شوے يم. او زۀ په دې طمع ناست يم چې په تاسو کښې کار وکړم او تاسو د ايمان ملګرى جوړ کړم، لکه څنګه چې مې په نورو غېرو يهوديانو کښې جوړ کړى دى.
خُدائ پاک خپل هغه اُمت نۀ دے رد کړے چې پخوا يې غوره کړے وو. تاسو خبر نۀ يئ چې صحيفې د الياس په حقله څۀ وائى؟ چې هغۀ څنګه خُدائ پاک ته د بنى اِسرائيلو خلاف شکايت وکړو،
اګر کۀ مونږ انسانان يو خو زمونږ جنګ د انسانانو په مطابق نۀ دے.
زما زوړ ژوند د مسيح سره په سولۍ شوے دے. زۀ د دې نه وروستو نور ژوندے نۀ يم بلکې مسيح په ما کښې ژوندے دے. او زۀ چې اوس کوم ژوند تېروم نو د خُدائ پاک په زوئ يې په ايمان راوړلو کښې تېروم چا چې ما سره مينه کړې ده او زما دپاره يې خپل ځان قربان کړو.
زۀ په يو دوه کښې حېران يم. زما زړۀ خو دا غواړى چې رُخصت شم او مسيح له لاړ شم ځکه چې دا ډېره زياته بهتره ده،
خو زما ژوندى پاتې کېدل ستاسو دپاره ډېر ضرورى دى.
زۀ غواړم چې تاسو پوهه شئ چې زۀ ستاسو دپاره او د لوديکيانو د جماعت دپاره او د هغوئ ټولو دپاره چا چې زۀ مخامخ نۀ يم ليدلے، څومره خوارى کوم.
نو چې تاسو خپل نور پاتې دُنياوى ژوند په انسانى خواهشونو تېر نۀ کړئ بلکې د خُدائ پاک د مرضۍ په مطابق يې تېر کړئ.