Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




فیلیپیان 1:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 نو زۀ په دې پوهېږم چې ستاسو د دُعاګانو په وجه او د عيسىٰ مسيح د روح مدد به زما د آزادۍ سبب شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




فیلیپیان 1:19
11 Iomraidhean Croise  

کله چې هغوئ د موسيه سرحد ته ورسېدل نو هغوئ کوشش وکړو چې بتونيه ته ننوځى خو د عيسىٰ روح هغوئ پرې نۀ ښودل.


مونږ ته پته ده څوک چې د خُدائ پاک سره مينه کوى د هغه خلقو د ښېګړې دپاره هر څۀ په شريکه کار کوى يعنې کوم خلق چې د هغۀ د ارادې په مطابق رابللے شوى دى.


خو تاسو د ګناه فطرت پسې نۀ يئ روان بلکې روح پسې روان يئ، ځکه چې د خُدائ پاک روح په تاسو کښې اوسى. او په چا کښې چې د مسيح روح نۀ وى نو هغه د مسيح نۀ دے.


په دې وجه ما تاسو ته تيموتيوس درولېږلو، هغه په مالِک کښې زما خوږ او وفادار زوئ دے، چې تاسو ته په مسيح کښې زما هغه طريقې دريادې کړى چې زۀ يې هغوئ ته په هر ځائ او په هر جماعت کښې تعليم ورکوم.


او تاسو د خپلو دُعاګانو په وسيله زمونږ مدد کوئ. او ډېر خلق به د خُدائ پاک شُکر ګزارى وکړى ځکه چې خُدائ پاک په خپل فضل و کرم سره د ډېرو خلقو دُعاګانې زمونږ دپاره قبولې کړې دى.


نو بيا ولې خُدائ پاک تاسو ته روحُ القُدس او د معجزو کولو کار په شريعت د عمل کولو په وجه درکړے دے او يا کۀ د مسيح د زيرى اورېدلو او په هغۀ د ايمان راوړلو په وجه؟


نو ځکه چې مونږ د خُدائ پاک بچى يُو نو خُدائ پاک د خپل زوئ روح زمونږ زړونو ته راولېږلو کوم روح چې په مونږ کښې دا آواز کوى چې، ”اے ابا، پلاره.“


خو دا څۀ خبره نۀ ده، خو خاص خبره دا ده چې د مسيح پېغام ورکول دى هغه چې په هره طريقه وى، هغه کۀ په بهانه يا په صفا زړۀ، او هم په دې کولو زۀ خوشحالېږم. آو، او همېشه به خوشحاله شم.


د مسيح روح په هغوئ کښې وو او دا ګواهى يې ورکوله چې مسيح به تکليفونه وزغمى او بيا به جلال ومومى، نو بيا نبيانو دا کوشش وکړو چې د روح دا اِشاره به په څۀ وخت او په کوم حالت کښې پوره کيږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan