18 خو دا څۀ خبره نۀ ده، خو خاص خبره دا ده چې د مسيح پېغام ورکول دى هغه چې په هره طريقه وى، هغه کۀ په بهانه يا په صفا زړۀ، او هم په دې کولو زۀ خوشحالېږم. آو، او همېشه به خوشحاله شم.
خو په تاسو دې افسوس وى، اے د شرعې عالمانو، فريسيانو ځکه چې سخته سزا ستاسو دپاره مقرر شوې ده. اے مُنافقانو، ځکه چې تاسو د آسمان د بادشاهۍ دروازې د خلقو دپاره بندوئ. او تاسو نۀ په خپله په کښې ورننوځئ او نۀ ورته نور خلق پرېږدئ.
هم دا هغه خلق دى چې د کونډو جائيدادونه قبضه کوى او د رياکارۍ اوږدې اوږدې دُعاګانې کوى، دوئ به سخته سزا ومومى.“
خو هغوئ د هغۀ په دې وينا پوهه نۀ شول ځکه چې د دې مطلب د هغوئ نه پټ وو د دې دپاره چې هغوئ په دې ونۀ رسى او هغوئ په دې حقله د هغۀ نه د تپوس کولو نه هم يرېدل.
خو عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه مۀ منع کوئ ځکه چې څوک ستاسو مخالف نۀ دے، هغه ستاسو ملګرے دے.“
نو مونږ بيا څۀ وئيلے شُو؟ ولې مونږ د نورو نه ښۀ يو څۀ؟ نه، بلکل نه. ځکه چې مونږ د مخکښې نه دا اِلزام لګولے دے چې يهوديان او غېريهوديان دواړه يو شان د ګناه په قبضه کښې دى.
نو اوس سوال دا دے، چې مونږ د شريعت د لاندې نۀ يُو او د فضل د لاندې يُو نو ولې بيا مونږ دې ګناه کوُو؟ نه، هيڅکله نه.
ولې زما مطلب دا دے چې ګنې د بُت د قربانۍ څۀ حيثيت وى؟ او يا د بُت څۀ حيثيت شته دے؟
نو بيا زۀ څۀ وکړم؟ زۀ به په روح کښې دُعا کوم خو ورسره به په عقل کښې هم دُعا کوم، زۀ به په روح کښې حمد و ثنا کوم خو زۀ به په عقل سره هم حمد و ثنا کوم.
نو بيا په دې کښې دومره فرق نۀ پرېوځى کۀ چرې زۀ بيان وکړم او يا کۀ هغوئ، خو مونږ دواړه يو زيرے بيانوو په کوم چې ستاسو د اول نه ايمان دے.
نو زۀ په دې پوهېږم چې ستاسو د دُعاګانو په وجه او د عيسىٰ مسيح د روح مدد به زما د آزادۍ سبب شى.