17 خو ځينې د مسيح دعوىٰ د خود غرضۍ په وجه کوى او د صفا زړۀ نه يې نۀ کوى، بلکې په دې اراده يې کوى چې په جيل کښې زما مصيبتونه نور هم زيات شى.
خو ياد ساتئ چې د مخکښې نه د خپلې صفائى په حقله د جواب ورکولو فکر مۀ کوئ،
”اے مشرانو او کشرانو، غوږ شئ. زۀ اوس ستاسو په وړاندې خپله صفائى بيانوم.“
بيا اګريپا پولوس ته ووئيل چې، ”تا ته د خپل ځان په حقله د خبرو کولو اجازت دے.“ بيا پولوس خپل لاس اوچت کړو او خپله صفائى يې داسې پېش کړله چې،
لا پولوس په خپله صفائى کښې خبرې کولې چې فِستوس په اوچت آواز ووئيل چې، ”پولوسه، تۀ ليونے يې، ستا ډېر عِلم تۀ ليونے کړے يې.“
خو هغوئ څوک چې خود غرضه دى او د حق نه منکر دى او غلط کارونه کوى، په هغوئ به قهر او غضب نازل شى.
خو دا څۀ خبره نۀ ده، خو خاص خبره دا ده چې د مسيح پېغام ورکول دى هغه چې په هره طريقه وى، هغه کۀ په بهانه يا په صفا زړۀ، او هم په دې کولو زۀ خوشحالېږم. آو، او همېشه به خوشحاله شم.
ځکه خو ما ته دا جائز دى چې زۀ ستاسو ټولو په حقله هم دغه شان خيال وکړم دپاره د دې چې تاسو زما په زړۀ کښې يئ، او زما د قېد او د زيرى د دفاع او په تصديق کښې تاسو ټول ما سره د خُدائ پاک په فضل کښې شريک يئ.
د خود غرضۍ او بېځايه فخر په وجه څۀ مۀ کوئ، بلکې په عاجزۍ سره يو بل د ځان نه غوره ګڼئ.
زۀ د دې دپاره بيان کوونکے او رسول او غېرو يهوديانو ته د ايمان او حقيقت خبرې ښوونکے مقرر شوم، دا زۀ دروغ نۀ وايم بلکې رښتيا وايم.
د کوم دپاره چې ما سختۍ وزغملې تر دې چې د مجرم په شان په زنځير وتړلے شوم، خو د خُدائ پاک کلام په زنځير تړلے کېدے نۀ شى.
په عدالت کښې زما د اولنۍ پېشۍ په وخت څوک هم ما سره ونۀ درېدل بلکې ټولو زۀ ځانله پرېښودم. خُدائ دې هغوئ په دې ګناه ونۀ نيسى.