13 تر دې چې د قيصر د قلعې ټولو محافظانو او نورو ټولو خلقو ته دا پته ولګېده چې زۀ د مسيح دپاره قېدى يم.
پولوس جواب ورکړو چې، ”زر يا وروستو، زۀ د خُدايه دا دُعا کوم چې نۀ يواځې تۀ بلکې هغوئ ټول چې نن زما خبرې اورى، هغوئ دې بغېر د زولنو نه زما په شان شى.“
او چې هغوئ تلل نو يو بل ته هغوئ ووئيل چې، ”دې سړى داسې څۀ کار نۀ دے کړے چې د مرګ يا د قېد لائق وى.“
درې ورځې پس هغۀ د هغه ځائ يهوديانو مشران راوبلل. کله چې هغوئ راټول شول نو هغۀ ورته ووئيل چې، ”اے زما وروڼو، ما چرې هم د خپلو خلقو خِلاف کار نۀ دے کړے او نۀ مې د خپلو پلار نيکونو لار پرېښې ده، خو بيا هم زۀ په يروشلم کښې قېد کړے شوم او د روميانو لاس ته وسپارلے شوم.
دغه وجه ده چې ما دا غوښتل چې تاسو ووينم او خبرې درسره وکړم چې زۀ د هغه چا په خاطر په زنځيرونو کښې تړلے شوے يم چې بنى اِسرائيل د هغۀ په طمع دى.“
نو هغه هلته پوره دوه کاله په خپله خرچه اوسېدو او هر هغه چا ته به يې هرکلے وئيلو، څوک چې به هغۀ له راتلل.
هم دا وجه ده چې زۀ پولوس چې ستاسو غېريهوديانو د خاطره د عيسىٰ مسيح قېدى يم تاسو ته دُعا کوم.
نو زۀ چې د مالِک د خاطره قېدى يم، په تاسو زور راوړم چې هغه شان نېک ژوند تېروئ د کوم دپاره چې خُدائ پاک تاسو رابللى يئ.
د کوم دپاره چې زۀ په زنځيرونو تړلے سفير يم. دُعا کوئ چې زۀ په داسې زړۀ ورتيا سره دا پېغام ورکړم څنګه چې په ما فرض دے.
او تاسو هم هغه خوارى کوئ په کومو چې مو زۀ ليدلے وم او اوس هم اورئ چې زۀ هغه شان لګيا يم.
ځکه خو ما ته دا جائز دى چې زۀ ستاسو ټولو په حقله هم دغه شان خيال وکړم دپاره د دې چې تاسو زما په زړۀ کښې يئ، او زما د قېد او د زيرى د دفاع او په تصديق کښې تاسو ټول ما سره د خُدائ پاک په فضل کښې شريک يئ.
ټول مقدسين خصوصاً د قيصر د خاندان خلق تاسو ته سلام وائى.
د کوم دپاره چې ما سختۍ وزغملې تر دې چې د مجرم په شان په زنځير وتړلے شوم، خو د خُدائ پاک کلام په زنځير تړلے کېدے نۀ شى.