22 او بله دا چې زما دپاره يوه کوټه تياره کړه، ځکه چې زما اُميد دے چې ستاسو د دُعاګانو په وسيله به زۀ بيا تاسو له درشم.
او هغې راته ووئيل چې پولوسه، يرېږه مه، تۀ ضرور د قيصر په وړاندې ودرېږه، او څوک چې تا سره په جهاز کښې دى، خُدائ پاک به ستا د خاطره هغوئ بچ کړى.
هغوئ د هغۀ سره د وخت مقررولو نه وروستو په ګڼ شمېر کښې د هغۀ کور ته راغلل. هغوئ ته د سحر نه تر ماښامه پورې هغۀ د خُدائ پاک بادشاهى بيان کړه او ګواهى يې ورکړه او دا کوشش يې وکړو چې د موسىٰ د شريعت او د نبيانو د صحيفو دواړو نه هغوئ د عيسىٰ په حقله قائل کړى.
کله چې زۀ اسپانيه ته ځم نو په لاره به تاسو ته هم درځم ځکه چې زما دا اُميد دے چې په خپل دې سفر کښې به تاسو سره ملاقات کوم، او چې تاسو سره په څۀ موده تېرولو مې زړۀ موړ شى نو بيا به مې تاسو هغه طرف ته رُخصت کړئ.
او تاسو د خپلو دُعاګانو په وسيله زمونږ مدد کوئ. او ډېر خلق به د خُدائ پاک شُکر ګزارى وکړى ځکه چې خُدائ پاک په خپل فضل و کرم سره د ډېرو خلقو دُعاګانې زمونږ دپاره قبولې کړې دى.
نو زۀ په دې پوهېږم چې ستاسو د دُعاګانو په وجه او د عيسىٰ مسيح د روح مدد به زما د آزادۍ سبب شى.
او زما په مالِک پوخ يقين دے چې زۀ به په خپله هم زر درشم.
زۀ تاسو ته خاص درخواست کوم چې دُعا وکړئ نو چې زۀ زر تاسو له بيا راشم.
زۀ غواړم چې تاسو خبر شئ چې زمونږ ورور تيموتيوس آزاد شو. کۀ چرې هغه دلته زر راشى نو زۀ به هغۀ سره تاسو له ملاقات له درشم.
نو بيا ځکه تاسو په خپلو کښې يو بل ته د خپلو ګناهونو اِقرار وکړئ او د يو بل دپاره دُعا وغواړئ نو چې تاسو شفا ومومئ. د زړۀ نه د صادقه دُعا ډېر اثرناکه وى.
اګر کۀ ډيرې خبرې داسې دى چې زۀ يې تاسو ته ليکل غواړم خو د هغې زۀ په ليک کښې راوستل نۀ غواړم، خو د دې په ځائ زۀ دا اُميد کوم چې در به شم او درسره به په مخامخ خبرې وکړم نو چې زمونږ خوشحالى پوره شى.
زما اُميد دے چې ډېر زر به تاسو ووينم او مخامخ به د يو بل سره خبرې وکړُو.