19 زۀ پولوس درته په خپل لاس دا ليکم چې زۀ به يې په خپله درته واپس کړم، او دې وئيلو ته ضرورت نشته چې زما په تا کوم قرض دے نو هغه هم تۀ په خپله يې.
زۀ به په خپله د هغۀ حِفاظت کوم او تۀ د هغۀ ذمه وارى زما په غاړه کولے شې. کۀ زۀ دے تا له واپس روغ او سلامت رانۀ ولم، نو زۀ به همېشه تا ته ملامته يم.
زۀ ترتيوس د دې خط ليکونکے تاسو ته هم په مالِک کښې سلام وايم.
ځکه چې کۀ په مسيح کښې ستاسو اُستاذان بېشمېره هم وى خو بيا هم ستاسو روحانى پلار يو دے، او د زيرى په وسيله زۀ په عيسىٰ مسيح کښې ستاسو پلار شوم.
زۀ پولوس په خپله تاسو ته د مسيح په عاجزۍ او نرمۍ کښې خواست کوم، خو زۀ ستاسو په مخکښې عاجز يم او پشى شا زړَور يم.
تاسو په خپله زمونږ هغه سفارشى خط يئ چې زمونږ په زړونو ليکلے شوے دے، چې تاسو ټول يې لوستلے شئ او پرې پوهېږئ.
ځکه چې کۀ ما سره د مِکدونيه نه څۀ خلق راشى او هغوئ وګورى چې تاسو تيار نۀ يئ نو مونږ به شرمنده شُو ځکه چې مونږ په تاسو باور کړے دے.
ما ته غوږ شئ، زۀ پولوس تاسو ته دا وايم، کۀ چرې تاسو خپل ځان ته سنت د خلاصون ذريعه ګڼئ نو بيا تاسو ته د مسيح هيڅ فائده نشته.
وګورئ، زۀ تاسو ته په خپل لاس سره څومره په غټو غټو ټکو ليکم.
تيموتيوس ته چې په ايمان کښې زما وفادار زوئ دے. په تا دې د خُدائ پلار او زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د طرف نه فضل، رحم او سلامتى وى.
زۀ دا خط تيطوس ته ليکم چې په ايمان کښې ما سره شريک زما وفادار زوئ دے. خُدائ پلار او زمونږ خلاصونکے عيسىٰ مسيح دې تا له فضل او سلامتى درکړى.
او کۀ هغۀ چرې تا ته څۀ نقصان درکړے وى او يا پرې ستا څۀ قرض وى نو هغه ما پسې وليکه.