Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




فيليمون 1:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 زۀ هغه تا ته واپس درلېږم هغه څوک چې زما د زړۀ سر دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




فيليمون 1:12
10 Iomraidhean Croise  

نو داؤد ابيشى او خپلو ټولو آفسرانو ته وفرمائيل، ”زما خپل زوئ زما د وژلو کوشش کوى، تاسو په دې بنيامينى باندې ولې حېرانېږئ؟ مالِک خُدائ ورته فرمائيلى دى چې ما ته کنځلې وکړى، نو هغه پرېږدئ چې هم داسې کوى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”ولې اِسرائيل تر اوسه زما محبوب زوئ نۀ دے څۀ په چا کښې چې زۀ خوشحالېږم؟ کۀ څۀ هم چې زۀ د دۀ خلاف بار بار خبرې کوم، نو بيا هم هغه يادوم. نو په دې وجه زما زړۀ ورپسې زهيريږى، زما په زړۀ کښې د دۀ دپاره ډېر رحم دے.


او هر کله چې تاسو دُعا ته ودرېږئ نو کۀ ستاسو په زړۀ کښې د چا خلاف خبرې وى، نو هغه معاف کړئ، د دې دپاره چې ستاسو آسمانى پلار به ستاسو نافرمانى معاف کړى.“


نو په دې نيت هغه پاڅېدو او د خپل پلار کور طرف ته روان شو. خو هغه لا ډېر لرې وو چې د پلار پرې نظر شو نو زړۀ يې پرې درد وکړو او ورمنډه يې کړه او ورترغاړه وتو او ښکل يې کړو.


نو د دې په ځائ په خپلو کښې په يو بل رحم کوئ او نرمى اختياروئ، او تاسو يو بل معاف کوئ، لکه څنګه چې خُدائ پاک په مسيح کښې تاسو معاف کړئ.


کۀ ستاسو ورور، زوئ، لور، يا په تاسو ګرانه ښځه، يا ستاسو نزدې دوست هم تاسو ته پټ پټ وائى چې د نورو معبودانو عبادت وکړئ، هغه معبودان چې تاسو او ستاسو پلار نيکۀ يې هيڅکله هم عبادت نۀ دے کړے.


اول خو هغه ستا دپاره بې‌کاره وو، خو اوس هغه ستا او زما دواړو د کار دے.


ما غوښتل چې هغه ځان سره پاتې کړم، چې د زيرى دپاره د قېد کېدلو په دوران کښې ستا په ځائ هغه زما خِدمت وکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan