نو په دې وجه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به خپل لاس د ادوم خلاف وغزوم او د هغۀ خلق او ځناور به ووژنم. زۀ به دا د تيمان نه واخله تر ددان پورې وران ويجاړ کړم او هغوئ به په تُوره قتل کړم.
کۀ غلۀ د شپې راشى او تا لوټ کړى، نو هغوئ به تا نه دومره څۀ پټ کړى څومره چې غواړى. کله چې خلق انګور راټولوى نو څۀ نه څۀ ترې نه پاتې شى. خو ستاسو دشمن به تاسو مکمل جارُو کړى.