5 کۀ غلۀ د شپې راشى او تا لوټ کړى، نو هغوئ به تا نه دومره څۀ پټ کړى څومره چې غواړى. کله چې خلق انګور راټولوى نو څۀ نه څۀ ترې نه پاتې شى. خو ستاسو دشمن به تاسو مکمل جارُو کړى.
نو په ټوله دُنيا کښې هر يو قوم سره به هم داسې کيږى. صرف لږ خلق به پاتې شى داسې لکه چې د زيتُونو راټولولو نه پس هم لږ پاتې وى او يا د انګورو د راشوکولو نه پس هم په باغ کښې يو څو دانې پاتې وى.
دا هم هغه لاپرواه ښار دے چې په حفاظت کښې پروت وو. هغې خپل ځان سره ووئيل، ”زۀ د ټولو نه غټ يم، او زما نه علاوه بل نشته.“ هغې نه څۀ کنډر جوړ شو او د ځنګلى ځناورو جاله شوه. هر هغه څوک چې په هغې تېريږى نو ورپورې به مسخرې کوى او د يرې نه به توبې وباسى.