3 تۀ خپل غرور دوکه کړے يې، تۀ چې د غرونو په غارونو کښې اوسېږې، او په اوچتو ځايونو کښې خپل کور جوړوې، تۀ چې د خپل ځان سره وائې چې، ”څوک ما لاندې زمکې ته راوستلے شى؟“
نو عِيسو د غرونو مُلک ادوم کښې اوسېدو.
امصياه لس زره ادومى فوجيان د مالګې په مېدان کښې ووژل، هغۀ په يو جنګ کښې د سلع ښار قبضه کړو او په دې باندې يې يقتىاېل نوم کېښودو چې تر اوسه پورې يې هم دا نوم دے.
امصياه خپل ځان بيا تکړه کړو او د مالګې مېدان ته يې خپل لښکر روان کړو. هغوئ هلته جنګ وکړو او لس زره ادومى فوجيان يې ووژل
او نور لس زره يې ونيول. هغوئ قېديان د سِلح په ښار کښې د کمر سر ته وخېژول او راوې غورزول، نو داسې هغوئ لاندې په ګټو کښې مړۀ شول.
کۀ هغوئ د آسمانونو پورې هم اوچت شوى وى، او د هغوئ سرونه وريځو ته رسېدلى وى،
غرور انسان د تباهۍ طرف ته بوځى، او د راپرېوتلو نه وړاندې تکبر راځى.
د تباهۍ نه وړاندې د انسان زړۀ کښې کبر وى، خو د عزت نه وړاندې عاجزى راځى.
د انسان غرور په دۀ باندې زوال راولى، خو د انسان عاجز خوى هغۀ ته عزت ورکوى.
مونږ د موآب د غرور په حقله اورېدلى دى. هغوئ مغروره، کبرژن، خود غرضه او سپين سترګې دى. خو د هغوئ لاپې عبث دى.
مالِک خُدائ فرمائى، اے يروشلمه، زۀ به په ذاتى توګه ستاسو خلاف جنګ کوم، تاسو څوک چې په دې وادۍ بره اوسېږئ او په اوچت ګټ پراتۀ يئ، تاسو څوک چې په ډېر فخر سره وايئ، دلته څوک زمونږ خلاف راتلے شى څۀ؟ او زمونږ پناه ګاه ته څوک راننوتلے شى څۀ؟
مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، خپل ځان ته دا دوکه مۀ ورکوئ چې ګنې د بابليانو فوج ستاسو نه لاړو او بيا به نۀ راځى، ځکه چې هغوئ به بيا واپس راځى.
اے د موآب اوسېدونکو، تاسو خپل ښارونه پرېږدئ او په ګټانو کښې اوسېږئ. لکه د ګوګوشتکو په شان شئ، چې د غارونو په خولۀ کښې خپل ځان له جاله جوړوى.
ستا خپل دهشت او کوم کبر چې ستا په زړۀ کښې وو تۀ دوکه کړې، تاسو څوک چې د ګټانو په درزونو کښې اوسېږئ، او د غرونو اوچتې څوکې ستا په قبضه کښې دى. کۀ څۀ هم چې تۀ د باز په شان په اوچتو ځايونو کښې خپلې جالې جوړې کړې نو د هلته نه به زۀ تا لاندې راکوز کړم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.
تاسو ولې په خپل لوئ طاقت باندې فخر او لافې کوئ؟ ستاسو مال دولت به کم کړے شى، اے عمونه. چې د سرکشه جينۍ په شان په خپل مال دولت باندې يقين کوئ او داسې وايئ، په چا کښې جرأت شته چې په مونږ باندې حمله وکړى؟“
تۀ د خپل ډېر زيات تجارت په وجه د ظلم زياتې نه ډک شوې او ګناه دې وکړه. نو ما بيا تۀ په بېعزتۍ سره د خُدائ پاک د غرۀ نه وشړلې، او ما تۀ اے حفاظت کوونکې فرښتې د هغه بلېدونکو کاڼو نه وشړلې.
ادوميان وائى چې، ”اګر کۀ مونږ تباه کړے شوى يُو، خو مونږ به دا کنډرې بيا جوړې کړُو.“ خو مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى چې، ”هغوئ دا جوړولے شى، خو زۀ به يې تباه کړم. دې ته به د بدعملۍ مُلک وئيلے کيږى، او خلق به يې همېشه د خُدائ پاک د لعنت لاندې وى.