14 تا له نۀ وو په کار چې په چوکونو کښې ولاړ وې او هغوئ دې وژل څوک چې تښتېدل. تا له نۀ وو پکار چې هغه بچ شوى خلق دې نيول او دشمن ته دې حواله کول، په کومه ورځ چې هغوئ په مصيبت کښې وُو.
مونږ به د دې ځائ نه بيتايل ته ځُو، هلته به زۀ خُدائ پاک ته يوه قربانګاه جوړه کړم چا چې په تکليف کښې زما سوال اورېدلے دے او چې زۀ چرته هم تلے يم نو هغه زما مل وو.“
زۀ دې د دشمن لاسونو ته ورنۀ کړم پراخه مېدان ته دې زۀ بوتلم.
هغوئ ژاړى او وائى، ”زمونږ مدد وکړئ، زمونږ دشمنانو نه زمونږ حِفاظت وکړئ. د هغوئ د حملې نه مونږ بچ کړئ. اوس چې مونږ راتښتېدلى يُو نو مونږ سره دوکه مۀ کوئ.
زمونږ مهاجر پرېږدئ چې ستاسو په مُلک کښې ايسار شى. څوک چې هغوئ تباه کول غواړى هغوئ نه ورله پناه ورکړئ.“ ظلم زياتے او تباهى به ختم شى او څوک چې د نقصان رسولو کوشش کوى نو هغوئ به مخ د زمکې نه ورک شى.
هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”حزقياه بادشاه فرمائى، نن د خفګان، ملامتيا او شرم ورځ ده. مونږ د هغه ښځې په شان يُو چې ماشوم يې پېدا کېدونکے وى، خو د پېدا کېدو زور نۀ لرى.
افسوس چې هغه ورځ به څومره سخته وى. د هغې ورځې په شان به بله کومه ورځ هم نۀ وى. دا به د يعقوب دپاره سخته ورځ وى، خو په آخر کښې به هغه ترې بچ شى.
مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د غزه خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ ټوله علاقه جلاوطن کړه او ادوم باندې يې خرڅه کړه،
مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د صور خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ د بنى اِسرائيلو سره د ورورولۍ د لوظ لحاظ ونۀ کړو بلکې ټوله علاقه يې جلاوطن کړه او په ادوم يې خرڅه کړه.
تا له د خپل ورور د بد قسمتۍ په ورځ خوشحالېدل نۀ دى پکار، او نۀ درله د يهوداه د خلقو د تباهۍ په ورځ خوشحالېدل پکار دى، او نۀ درله د هغوئ د تکليف په ورځ لافې کول په کار دى.
لويو لارو او چوکونو ته لاړ شئ او هر څوک چې بيا مومئ د روټۍ دعوت ورکړئ.