12 تا له د خپل ورور د بد قسمتۍ په ورځ خوشحالېدل نۀ دى پکار، او نۀ درله د يهوداه د خلقو د تباهۍ په ورځ خوشحالېدل پکار دى، او نۀ درله د هغوئ د تکليف په ورځ لافې کول په کار دى.
د نمرخاتۀ طرف نه واخله تر نمرپرېواتۀ پورې چې څوک هم د هغوئ د اَنجام نه خبريږى، نو د يرې نه لړزيږى.
کۀ زۀ د هغه خلقو په تباهۍ باندې خوشحاله وے چا چې زما نه نفرت کولو، يا مې په هغه وخت کښې خوشحالى کولے چې بدعملى په هغوئ باندې غالِبه شوې وه،
ټول هډوکى خپل شمېرلے شم، دشمنان راته راګورى او په ما خوشحاليږى.
د هغوئ دروغژنې ژبې دې غلې شى هغه مغرورې ژبې چې نېکانو پسې سپکې وائى.
خو دوئ ټول خوشحاله وُو چې راغلے وو غم په ما، په ملنډو سره راټول شوى وُو دوئ خلاف زما، هغه کسانو راباندې حمله وکړه چې وُو اجنبيان او دوئ بېعزتى کوى په ما پورې مدام.
مالِک خُدائ شريرانو پورې خاندى، ځکه چې هغه د دوئ د قضا ورځ وينى.
بېشکه چې زۀ تا د ټولو مصيبتونو نه بچ کړم، او زۀ د خپلو دشمنانو شکست په خپلو سترګو باندې وينم.
زما مينه ناک خُدائ به د مدد دپاره ما سره جوړه شى، او ما ته به د خپلو دشمنانو شکست راپه ګوته کړى.
زما سترګو زما د دشمنانو شکست وليدلو، زما غوږونو زما د بدکارو دشمنانو وريتې چغې واورېدلې.
هر هغه څوک چې په غريبانانو پورې خندا کوى، نو د هغۀ د خالِق بېعزتى کوى او هر هغه څوک چې د چا په بدبختۍ خوشحاليږى نو دے به هم بېسزا پاتې نۀ شى.
د خپلو پېغام وړونکو په ذريعه تا د مالِک خُدائ سپکاوے کړے دے. تا دا لافې وهلې چې ما د بېشمېره جنګى ګاډو سره د لبنان د ټولو نه اوچت غرونه فتح کړى دى. ما هلته د دِيار لوړې ونې او د نختر ښې ونې راوغورزولې دى او زۀ د ځنګلو هغه ګڼو برخو ته رسېدلے يم.
ستا ټول دشمنان تا پورې خندا کوى، او ستا خلاف يې خپلې خولې کولاو کړې دى، هغوئ نېغ نېغ ګورى او خپل غاښونه چيچى، او هغوئ چغې وهى چې، ”مونږ هغه لواړه تېره کړه. مونږ د دې ورځ انتظار کولو او آخر مو وليدله.“
اے د ادوم لورې، اوس خندا او خوشحالى وکړه، او تاسو څوک چې په عُوض کښې اوسېږئ، تاسو ته به هم د مالِک خُدائ د غضب پياله درکړے شى، تاسو به نشه شئ او خپل ځان به بربنډ کړئ.
نو بيا به تاسو پوهه شئ چې ما مالِک خُدائ هغه بدې خبرې اورېدلې دى کومې چې تاسو د بنى اِسرائيل د غرونو په حقله کړې دى. تاسو ووئيل چې، دا وران او شاړ پراتۀ دى، مونږ ته دې د خوراک په توګه راکړے شوى دى چې وې خورو.
ځکه چې تاسو خوشحالى وکړه کله چې د بنى اِسرائيلو د قوم ميراث تباه شو، دغسې سلوک به زۀ تاسو سره وکړم. اے د سعير غره، تۀ او ټول ادوم به وران ويجاړ شې. نو بيا به هر څوک پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ما په خپل غېرت کښې د نورو قومونو خلاف فېصله وکړه، او خاص د ټول ادوم په خلاف، ځکه چې هغوئ په ډيرې خوشحالۍ او سپک نظر سره زما مُلک خپل ملکيت کړو ترڅو هغوئ د هغۀ د څرن سرسبزه ځائ لوټ کړى.
نو اوس ډېر قومونه ستا خِلاف راغونډ شوى دى. هغوئ وائى، ”پرېږدئ چې هغه بېعزته شى، او پرېږده چې زمونږ سترګې په شوق سره صيون ته وګورى.“
هر کله چې هغه نزدې راغلو، ښار يې وليدلو نو هغۀ په دې باندې وژړل،
دغه شان ژبه هم يو ورکوټے اندام دے خو ډيرې غټې خبرې کوى څنګه چې يو ورکوټے بڅرکے يو لوئ ځنګل ته اور لګوى.
ځکه چې هغوئ د کبر او بېهوده خبرې کوى، او د شهوت پرستۍ په وسيله هغه خلق په جسمانى خواهشونو کښې راګېروى څوک چې لږ څۀ کښې د هغه چا نه راتښتېدلى دى چې په ګمراهۍ کښې ژوند تېروى.
دا غورېدونکى او شکايت کوونکى خلق دى، هغوئ په خپلو خواهشاتو پسې روان دى، هغوئ د خپل ځان په حقله غټې غټې خبرې کوى او د خپل مقصد دپاره خلقو ته نرمې ګرمې خبرې کوى.
او بلا ته دا اختيار ورکړے شو چې غټې غټې او د کُفر خبرې وکړى، او تر دوو څلوېښتو مياشتو پورې د حکومت کولو اجازت ورکړے شو.
لوئې لافې وهل بس کړئ، د غرور خبرې د خولې نه مۀ راوباسئ. ځکه چې مالِک خُدائ يو داسې خُدائ پاک دے چې هغه پوهيږى، او هغه د خلقو د هر عمل عدالت کوى.