مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به د بنى اِسرائيلو نه هغه ټول شريره او بدکاره ګاونډيان د جرړې نه راوکاږم څوک چې د هغوئ په زمکه قبضه کول غواړى، او زۀ به يهوداه هم د بنى اِسرائيلو د مينځ نه راوکاږم.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ په خپل ذات قسم خورم چې، د بُصره ښار به تباه شى او د خاورو ډېرے به جوړ شى او د ټولو خلقو دپاره به د وحشت، سپکوالى او د لعنت مثال وګرځى، او د هغۀ ټول ښارونه به د تل دپاره تباه او برباد شى.“
اے د ادوم لورې، اوس خندا او خوشحالى وکړه، او تاسو څوک چې په عُوض کښې اوسېږئ، تاسو ته به هم د مالِک خُدائ د غضب پياله درکړے شى، تاسو به نشه شئ او خپل ځان به بربنډ کړئ.
اے صيون لورې، ستا سزا به پوره شى، هغه به تا نور په جلاوطنۍ کښې ونۀ ساتى. خو اے د ادوم لورې، هغه به تا له ستا د ګناهونو سزا درکړى او ستا ګناهونه به ښکاره کړى.