7 او ورته يې ووئيل، ”مونږ ناپاک يُو ځکه چې مونږ د مړى سره لګېدلى يُو، خو مونږ د نورو بنى اِسرائيلو سره ولې نۀ شُو شريکېدلے چې مالِک خُدائ ته نذرانه پېش کړُو؟“
تاسو به ورته وايئ چې دا د مالِک خُدائ په درناوى کښې د فسحې اختر قربانى ده، ځکه چې هغه په مِصر کښې د بنى اِسرائيلو د کورونو دپاسه تېر شو. هغۀ مِصريان هلاک کړل، خو مونږ يې بچ کړُو.“ بنى اِسرائيلو خپل سرونه ټيټ کړل او د مالِک خُدائ عبادت يې وکړو.
”د دې مياشتې په څوارلسمه ورځ، د نمرپرېواتو په وخت، اِسرائيليان به د ټول قانون او اصُولو په مطابق د فسحې اختر کوى.“
خو څۀ خلق ناپاک وُو ځکه چې هغوئ د مړى سره لګېدلى وُو او هغوئ په هغه ورځ د فسحې اختر نۀ شو کولے. هغوئ موسىٰ او هارون له لاړل
موسىٰ ورته وفرمائيل، ”تر هغې پورې صبر وکړئ چې ما ته د مالِک خُدائ نه ستاسو په حقله حُکم مِلاو شى.“
د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک د فسحې اختر د قربانۍ دپاره هلته خپل يو ګډ يا يو څاروے حلال کړئ کوم ځائ چې هغۀ د خپل نوم د درناوى دپاره خوښ کړے وى.