Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 9:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 خو څۀ خلق ناپاک وُو ځکه چې هغوئ د مړى سره لګېدلى وُو او هغوئ په هغه ورځ د فسحې اختر نۀ شو کولے. هغوئ موسىٰ او هارون له لاړل

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 9:6
16 Iomraidhean Croise  

موسىٰ خپل سخر ته وفرمائيل، ”زۀ به خامخا داسې کوم ځکه چې خلق د خُدائ پاک رضا معلومولو دپاره ما له راځى.


زما خبره واوره زۀ به تا له يوه ښۀ مشوره درکړم او خُدائ پاک به ستا مل وى. ستا دپاره به دا ښۀ وى چې تۀ د خلقو لانجې راوړې او د خُدائ پاک په حضور کښې يې پېش کوې.


هغوئ به په پخه توګه د قاضيانو په شان د خلقو خِدمت کولو، هغوئ به ټولې سختې لانجې موسىٰ له راوړې خو وړې لانجې به هغوئ په خپله فېصله کولې.


هغه ما ته وقف شوے دے او هغه به خپل ځان نۀ ناپاک کوى او نۀ به زما د مقدسې خېمې بې‌عزتى کوى چې هغه پرېږدى او هلته لاړ شى چې چرته مړے وى، تر دې پورې کۀ هغه يې خپل مور او پلار هم وى.


نو هغه موسىٰ، هارون او ټول قوم ته راوستلے شو،


هر څوک چې د مړى سره ولګى نو هغه به اووۀ ورځې ناپاک وى.


کۀ يو سړے په خېمه کښې مړ شى، هر څوک چې د هغۀ د مرګ په وخت په خېمه کښې وى يا ورننوځى نو هغه به اووۀ ورځې ناپاک وى.


کۀ څوک داسې کس له ګوتې وروړى چې قتل شوے وى يا د کور نه بهر په خپل مرګ مړ وى يا کۀ څوک د بنى آدم هډُوکى يا قبر له ګوتې وروړى، نو هغه به اووۀ ورځې ناپاک وى.


يو پاک سړے به وېلنے واخلى، په اوبو کښې به يې ډُوب کړى او اوبۀ به په خېمه، د هغې په ټول سامان او په هغه خلقو وشيندى چې کوم هلته وى او په هغه سړى باندې به اوبۀ وشيندى کوم چې د بنى آدم هډُوکى، مړى، يا قبر له ګوتې وروړې وى.


هغوئ لاړې او د موسىٰ، د اِلى‌عزر اِمام، د مشرانو او د ټول قوم په مخکښې د مالِک خُدائ د حضور د خېمې په خولۀ کښې ودرېدلې او وې وئيل،


نو موسىٰ د هغوئ مسئله مالِک خُدائ ته پېش کړه،


”بنى اِسرائيلو له حُکم ورکړه چې هر هغه څوک چې د جذام بيمارى لرى يا يې د بدن د يو ځائ نه اوبۀ ځى او هر څوک چې د مړى سره د لګېدلو په وجه ناپاک شوے وى نو هغوئ دې هغه د خېمو نه وشړى.


او ورته يې ووئيل، ”مونږ ناپاک يُو ځکه چې مونږ د مړى سره لګېدلى يُو، خو مونږ د نورو بنى اِسرائيلو سره ولې نۀ شُو شريکېدلے چې مالِک خُدائ ته نذرانه پېش کړُو؟“


بيا هغوئ عيسىٰ سحر وختى د کائفس د کور نه د رومى ګورنر قلعې ته بوتلو. نو يهوديان د قلعې نه بهر ودرېدل ځکه چې هغوئ غوښتل چې خپل ځانونه د پليتۍ نه وساتى دې دپاره چې د فسح خوراک نه منع نۀ کړے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan