5 او د اولنۍ مياشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام بنى اِسرائيلو د سينا په بيابان کښې هغه هر څۀ وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.
نو نوح هم هغه شان وکړل چې څنګه خُدائ پاک حُکم ورکړے وو.
نو نوح هغه هر څۀ وکړل چې څنګه مالِک خُدائ ورته حُکم ورکړے وو.
ټولو بنى اِسرائيلو فرمانبردارى وکړه او هم هغه شان يې وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ او هارون له حُکم ورکړے وو.
د مالِک خُدائ د حضور خېمې ټول کار په ښۀ توګه سر ته ورسېدو. بنى اِسرائيلو هر څۀ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.
بنى اِسرائيلو ټول کار هم هغه شان سر ته رسولے وو چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.
نو بنى اِسرائيلو هم هغه شان وکړل څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو.
نو موسىٰ بنى اِسرائيلو ته هغه هر څۀ وفرمائيل چې مالِک خُدائ هغۀ ته د څۀ حُکم کړے وو.
نو موسىٰ، هارون او ټولو بنى اِسرائيلو ليويان وقف کړل، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو.
نو موسىٰ بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل چې هغوئ د فسحې اختر وکړى،
او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“
تاسو به هله زما دوستان يئ چې زما په حُکمونو عمل کوئ.
نو ځکه اے اګريپا بادشاه، زۀ د دې آسمانى رويا نه نافرمانه نۀ شوم.
د هغوئ د مِصر نه د راوتلو نه څلوېښت کاله پس د يوولسمې مياشتې په وړومبۍ ورځ، موسىٰ بنى اِسرائيلو ته هغه هر څۀ وفرمائيل چې مالِک خُدائ هغۀ ته د وئيلو حُکم ورکړے وو.
ما تاسو ته هغه ټول قانون ښودلے دے، کوم چې مالِک خُدائ زما خُدائ پاک ما ته ښودلے دے چې تاسو هغه قانون په هغه مُلک کښې پوره کړئ چې د قبضه کولو دپاره ورباندې حمله کوئ.
د ايمان په وسيله کله چې اِبراهيم وبللے شو نو هغه حُکم يې ومنلو او هغه ځائ ته لاړو کوم چې هغۀ ته په ميراث کښې ملاوېدونکے وو، او ورته دا پته نۀ وه چې چرته روان دے خو بيا هم د خپل مُلک نه روان شو.
موسىٰ د خُدائ پاک په ټول کور کښې د خادِم په شان وفادار وو د دې دپاره چې د راتلونکو خبرو ګواهى ورکړى.
کله چې بنى اِسرائيلو د يريحو سره نزدې د جِلجال په مېدان باندې خېمې ولګولې نو هغوئ د هغې مياشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام د فسحې اختر وکړو.