22 کۀ وريځ به دوه ورځې، مياشت، کال، يا زياته د مقدسې خېمې دپاسه ولاړه وه، نو هغوئ به سفر نۀ کولو، خو چې کله به وريځ اوچته شوه، نو هغوئ به سفر کولو.
هغۀ هغوئ ته نېغه لاره وښودله ترڅو چې هغوئ د اوسېدلو دپاره هغه ښار پېدا کړى.
ستا د رضا پوره کولو ما ته تعليم راکړه، ځکه چې تۀ زما خُدائ پاک يې. ستا نېک روح دې په هوار مېدان کښې زما رهنمائى وکړى.
مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تا ته ښۀ او نېغه لار ستا د ژوند دپاره دروښايم. زۀ به تا ته نصيحت کوم او په تا به نظر ساتم.
ځکه چې هم دا خُدائ د تل دپاره زمونږ خُدائ پاک دے، هغه تر آخر وخته زمونږ رهنما دے.
د خپلې مشورې په ذريعه زما رهنمائى کوې، نو آخر به هم ما خپل جلال ته راوغواړې.
تا د خپلو خلقو رهنمائى لکه د رمو وکړه، د هارون او د موسىٰ په لاس دې د هغوئ رهنمائى وکړه.
بنى اِسرائيلو ټول کار هم هغه شان سر ته رسولے وو چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.
موسىٰ هر څۀ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.
نو بنى اِسرائيلو هم هغه شان وکړل څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو.
نو موسىٰ، هارون او ټولو بنى اِسرائيلو ليويان وقف کړل، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو.
چې کله به هم وريځ د خېمې نه اوچته شوه، نو اِسرائيليان به روان شول او بيا به يې په هغه ځائ کښې خېمې ودرولې چرته به چې وريځ راکوزه شوې وه.
کله به وريځ صِرف د ماښام نه واخله تر سحره پورې ايساره وه، چې څنګه به وريځ اوچته شوه نو هغوئ به سفر شروع کړو.
ترڅو چې هغه د هغوئ سره وو نو هغۀ هغوئ ته حکم وکړو چې، ”يروشلم مۀ پرېږدئ، بلکې د هغه وعدې انتظار وکړئ چې زما پلار کړې ده، د کومې په حقله چې تاسو زما نه اورېدلى دى.