21 کله به وريځ صِرف د ماښام نه واخله تر سحره پورې ايساره وه، چې څنګه به وريځ اوچته شوه نو هغوئ به سفر شروع کړو.
د وريځې د ستنې په ذريعه تا هغوئ د ورځې په وخت بوتلل، او د شپې په وخت دې د اور د ستنې په ذريعه د هغوئ په لار کښې رڼا جوړوله.
خو هغوئ دې هلته په صحرا کښې پرې نۀ ښودل، ځکه چې ستا رحم ډېر لوئ دے. تا نۀ د وريځې او نۀ د اور ستن لرې کړه چې د شپې او ورځې يې ورته لار ښودله.
کله کله به وريځ صِرف يو څو ورځې د خېمې دپاسه ايساره وه، نو په هر حالت کښې، هغوئ د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق په خپلو خېمو کښې ايسارېدل يا به يې سفر کولو.
کۀ وريځ به دوه ورځې، مياشت، کال، يا زياته د مقدسې خېمې دپاسه ولاړه وه، نو هغوئ به سفر نۀ کولو، خو چې کله به وريځ اوچته شوه، نو هغوئ به سفر کولو.