2-3 ”د دې مياشتې په څوارلسمه ورځ، د نمرپرېواتو په وخت، اِسرائيليان به د ټول قانون او اصُولو په مطابق د فسحې اختر کوى.“
نو يوسياه بادشاه خلقو له حُکم ورکړو چې د مالِک خُدائ د هغوئ د خُدائ پاک په درناوى کښې د فسحې اختر وکړئ، لکه څنګه چې د لوظ په کِتاب کښې ليکلے شوى دى.
يوسياه بادشاه په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د درناوى دپاره د فسحې اختر وکړو، د وړومبۍ مياشتې په څوارلسمه ورځ هغوئ د اختر دپاره ګډُورى حلال کړل.
کوم خلق چې د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو نو هغوئ په ورپسې کال د اولې مياشتې په څوارلسمه ورځ د فسحې اختر وکړو.
د فسحې اختر، د د اولنۍ مياشتې د څوارلسمې ورځې د نمرپرېواتو نه شروع کيږى.
د وړومبۍ مياشتې په څوارلسمه ورځ به د مالِک خُدائ په درناوى کښې د فسحې اختر کولے شى.
د پتيرې روټۍ د اختر په اوله ورځ چې هغوئ د فسح ګډورے قربانولو، د عيسىٰ مريدانو د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”ستا کوم ځائ خوښ دے چې مونږ په کښې تا له د فسح خوراک تيار کړُو؟“
بيا د پتيرې روټۍ ورځ راغله په کومه ورځ چې د فسح ګډورے قربانى کېدونکے وو.
کله چې بنى اِسرائيلو د يريحو سره نزدې د جِلجال په مېدان باندې خېمې ولګولې نو هغوئ د هغې مياشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام د فسحې اختر وکړو.