Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 9:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 کله به چې وريځ په مقدسه خېمه باندې د ډېر وخت دپاره ولاړه وه، نو هغوئ د مالِک خُدائ حُکم منلو او د هغه ځائ نه به نۀ تلل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 9:19
7 Iomraidhean Croise  

تر کومې پورې چې به وريځ هلته وه، نو هغوئ به د سفر دپاره خېمې نۀ اوچتولې.


تاسو به د مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې اووۀ شپې او ورځې پاتې کېږئ، هغه کار به کوئ د کوم چې مالِک خُدائ حُکم کړے دے. کۀ تاسو داسې ونۀ کړئ نو مړۀ به شئ. ځکه چې دا هغه څۀ دى د کوم چې مالِک خُدائ ما له حُکم راکړے دے.“


”دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، کۀ تۀ زما په لار روان يې او زما قانون منې، نو تۀ به زما د کور حکمرانى کوې او زما د دربار اختيار به درسره وى، او زۀ به تا له د دوئ په مينځ کښې ځائ درکړم څوک چې دلته ولاړ دى.


هغوئ به د مقدسې خېمې د ټول سامان خيال ساتى او د نورو بنى اِسرائيلو دپاره به ذمه وارى پوره کوى.


بنى اِسرائيلو به د مالِک خُدائ په حُکم خېمې وړلې او د هغۀ په حُکم به يې ودرولې. تر کومې پورې به چې وريځ په مقدسه خېمه باندې ولاړه وه، نو هغوئ به په خپلو خېمو کښې ايسار وُو.


کله کله به وريځ صِرف يو څو ورځې د خېمې دپاسه ايساره وه، نو په هر حالت کښې، هغوئ د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق په خپلو خېمو کښې ايسارېدل يا به يې سفر کولو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan