Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 9:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 بنى اِسرائيلو به د مالِک خُدائ په حُکم خېمې وړلې او د هغۀ په حُکم به يې ودرولې. تر کومې پورې به چې وريځ په مقدسه خېمه باندې ولاړه وه، نو هغوئ به په خپلو خېمو کښې ايسار وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 9:18
7 Iomraidhean Croise  

د بنى اِسرائيلو ټول قوم د صين بيابان نه په سفر روان شولو او د مالِک خُدائ په حُکم يې د يو ځائ نه بل ځائ ته کډه وړله. دوئ په رفيديم کښې خېمې ولګولې، خو هلته د دې خلقو دپاره د څښلو اوبۀ نۀ وې.


هغوئ د موسىٰ په ذريعه د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق سفر شروع کړو،


کله به چې وريځ په مقدسه خېمه باندې د ډېر وخت دپاره ولاړه وه، نو هغوئ د مالِک خُدائ حُکم منلو او د هغه ځائ نه به نۀ تلل.


کله کله به وريځ صِرف يو څو ورځې د خېمې دپاسه ايساره وه، نو په هر حالت کښې، هغوئ د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق په خپلو خېمو کښې ايسارېدل يا به يې سفر کولو.


اے وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو د دې نه ناخبره پاتې کېدل نۀ غواړم چې زمونږ پلار نيکونه ټول د وريځې په حفاظت کښې وُو او ټول د بحرِقُلزم سيند نه پورې وتل،


او دا مينه ده چې مونږ د هغۀ د حُکمونو په مطابق ژوند وکړُو. د هغۀ حُکم دا دے کوم چې تاسو د اول نه اورېدلے دے، نو چې تاسو د هغې په نقش قدم تلل وکړئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan