15-16 په کومه ورځ چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه ودرولے شوه، نو وريځ راغله او خېمه يې پټه کړه. وريځ به د شپې د اور په شان ښکارېده.
د وريځې د ستنې په ذريعه تا هغوئ د ورځې په وخت بوتلل، او د شپې په وخت دې د اور د ستنې په ذريعه د هغوئ په لار کښې رڼا جوړوله.
خو هغوئ دې هلته په صحرا کښې پرې نۀ ښودل، ځکه چې ستا رحم ډېر لوئ دے. تا نۀ د وريځې او نۀ د اور ستن لرې کړه چې د شپې او ورځې يې ورته لار ښودله.
د هغوئ د پټولو دپاره يې وريځ راخوره کړله، او اور يې راولېږلو چې شپه يې ورله رڼا کړله.
په ورځ کښې به هغۀ د وريځ په ذريعه رهنمائى کوله، او ټوله شپه به يې د اور په رڼا سره بوتلل.
د ورځې به مالِک خُدائ د وريځې په ستن کښې د لار ښودلو دپاره د دوئ نه مخکښې تلو او د شپې د اور په ستن کښې مخکښې تلو چې دوئ ته رڼا وى او چې دوئ د شپې، ورځې مزل کوى.
د ورځې به هر وخت د وريځې ستن د خلقو نه مخکښې وه او د شپې به د اور ستن د هغوئ نه مخکښې وه.
د سحر د رڼا نه مخکښې مالِک خُدائ د اور او وريځې ستن نه لاندې د مِصريانو لښکر ته وکتل او هغوئ يې د وارخطايۍ په وجه تښتېدو ته جوړ کړل.
”د اولنۍ مياشتې په اوله ورځ مالِک خُدائ د حضور خېمه ودروه.
بيا وريځې خېمه پټه کړه او خېمه د مالِک خُدائ د حضور جلال نه ډکه شوه.
نو په دې وجه موسىٰ خېمې ته دننه نۀ شو تلے.
چې هغوئ کوم ځائ ته هم سفر کولو نو د ورځې به يې د مالِک خُدائ د حضور وريځ د خېمې دپاسه ليدله او د شپې به يې په وريځو کښې بل شوے اور ليدلو.
بيا د صيون په غرۀ او په هغه ټولو خلقو چې هلته راغونډ وى، په هغوئ به مالِک خُدائ د ورځې وريځ راولېږى او د شپې به ورباندې لوګے او ځلېدونکے اور راولېږى. د خُدائ پاک جلال به هغه ټول ښار پټ کړى او د هغې حِفاظت به وکړى.
چې هغوئ به چرته خېمې وړلې، نو د ورځې به د مالِک خُدائ وريځ د هغوئ دپاسه وه.
نو هغوئ به د دې مُلک اوسېدونکو ته ووائى چا چې د مخکښې نه دا اورېدلى دى چې مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ مل يې، او چې کله ستا وريځ زمونږ دپاسه ولاړه وى نو تۀ راته مخامخ ښکارېږې او چې تۀ زمونږ د ورځې د وريځې په ستن کښې او د شپې د اور په ستن کښې لارښودنه کوې.
بيا موسىٰ هغه ټولې امساګانې په خېمه کښې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې کېښودې.
اے وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو د دې نه ناخبره پاتې کېدل نۀ غواړم چې زمونږ پلار نيکونه ټول د وريځې په حفاظت کښې وُو او ټول د بحرِقُلزم سيند نه پورې وتل،
اګر کۀ هغه همېشه ستاسو نه مخکښې روان وو چې ستاسو دپاره د خېمو لګولو ځائ ولټوى. ستاسو د لارښودنې دپاره هغه به ستاسو په مخکښې د شپې د اور په ستن کښې او د ورځې د وريځې په ستن کښې روان وو.