Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 9:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 ستاسو سره چې کوم مسافر اوسيږى کۀ هغوئ د فسحې اختر کول غواړى، نو هغوئ به دا د ټول قانون او اصُولو په مطابق کوى. هر څوک چې د بل مُلک وى يا په دې مُلک کښې پېدا شوے وى نو د دواړو دپاره يو شان قانون دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 9:14
14 Iomraidhean Croise  

دا قربانۍ هغه ټولو بنى اِسرائيلو وخوړلې چې څوک د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو او ورسره هغه خلقو هم وخوړلې چا چې د غېرو قومونو غلط رسمونه پرېښى وُو د دې دپاره چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک عبادت وکړى.


مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل، ”دا د فسحې د اختر اصُول دى. د بل مُلک يو کس به هم د فسحې اختر خوراک نۀ خورى،


د بنى اِسرائيلو ټول قوم به دا اختر کوى،


خپلو د انګورو باغونو ته واپس مۀ ورځئ چې هغه انګور راټول کړئ کوم چې پاتې شوى وى يا غورزېدلى وى، دا غريبانانو او مسافرو ته پرېږدئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.


په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه داسې ځناور مۀ پېش کوئ چې د يو پردى سړى نه اخستے شوے وى. داسې ځناور عېبژن ګڼلے شى او قبلېدونکى نۀ وى.


دا قانون ستاسو د ټولو دپاره دے، کۀ هغه اِسرائيلے وى يا د پردى مُلک کس چې ستاسو سره اوسيږى، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.“


قيمت به يې د کالونو د شمېر په مطابق مقررولے شى چې په هغه زمکه کښې د واپس ورکولو کال نه مخکښې څومره فصل کيږى.


په راتلونکى ټولو وختونو کښې، تاسو او ستاسو سره اوسېدونکى د بل مُلک خلق به دا اصُول منى. تاسو او هغوئ د مالِک خُدائ په نظر کښې يو شان يئ،


ستاسو او د هغوئ دپاره به يو شان قانون او اصُول وى.


هم داسې ستاسو ښځې ستاسو بچى، او هغه مسافر چې هغوئ ستاسو سره اوسيږى او لرګى درله پرې کوى او تاسو له اوبۀ راوړى.


سړى، ښځې، ماشومان او مسافر چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى، دا ټول راوغواړه، چې هغوئ دا واورى او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نه يرېدل زده کړى او چې د هغۀ د قانون په ټولو خبرو پوره عمل کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan