Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 9:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 خو چې څوک پاک وى او لرې سفر کښې نۀ وى او هغه د فسحې اختر ونۀ کړى، نو هغه به نور زما د خلقو نه نۀ شى ګڼلے، ځکه چې هغۀ ما ته په مقرر وخت باندې نذرانه پېش نۀ کړه. هغۀ ته به خامخا د خپلې ګناه سزا مِلاو شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 9:13
24 Iomraidhean Croise  

خو چې کوم نر سنت شوے نۀ وى هغه به زما د خلقو نه بېل وى، ځکه چې هغۀ زما لوظ مات کړے دے.“


مالِک خُدائ وفرمائيل، ”تاسو به اووۀ ورځې خمبيره شوې پخه روټۍ نۀ خورئ، صِرف پتيره روټۍ به خورئ. په وړومبۍ ورځ به تاسو د خپلو کورونو نه ټوله خمبيره لرې کړئ، ځکه چې کۀ په دې اووۀ ورځو کښې څوک خمبيره شوې پخه روټۍ وخورى، نو هغه کس به د بنى اِسرائيلو نه نۀ شى ګڼلے.


چې اووۀ ورځې ستاسو په کورونو کښې خمبيره پېدا نۀ شى، کۀ څوک هم خمبيره روټۍ وخورى کۀ هغه د دې مُلک وى يا مسافر وى، نو هغه کس به نور د بنى اِسرائيلو نه نۀ شى ګڼلے.“


د بنى اِسرائيلو ټول قوم به دا اختر کوى،


کۀ هر څوک د دې په شان خوشبوئى جوړه کړى يا يې څوک د يو اِمام نه بغېر په بل چا پورې ولګوى نو هغه به نور زما د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.“


کۀ څوک داسې يو څيز هم جوړ کړى او د عطرو په توګه يې استعمال کړى نو هغه به نور زما د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.“


تاسو به د خپلې شهوت پرستۍ دپاره سزا وزغمئ او د خپلې بُت پرستۍ د ګناهونو سزا به برداشت کړئ. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم.“


هر يو اِسرائيلے يا د بل مُلک کس چې د هغوئ سره اوسيږى کۀ هغه غوښه خورى چې وينه لا په کښې وى، نو مالِک خُدائ به د هغۀ خِلاف شى او هغه به نور د هغۀ د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.


کۀ يو سړے د خپلې ترۀ ښځې سره څملى، نو هغه د خپل ترۀ سپکاوے کوى، نو ذمه وارى به د هغوئ په خپله غاړه وى، او بې‌اولاده به مړۀ شى.


ټول اِمامان به هغه اصُول منى کوم چې ما ښودلى دى. ګنې، هغوئ به ګناهګار شى او مړۀ به شى، ځکه چې هغوئ مقدسو اصُولو ته سپک کتلى دى. زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ هغوئ مقدس کوم.


بيا اِسرائيلو ته ووايه چې هر څوک هم خُدائ پاک ته کنځل وکړى نو هغۀ ته به خامخا د خپلو بدو سزا مِلاو شى


هر څوک چې د مړى سره ولګى او خپل ځان پاک نۀ کړى نو هغه به ناپاک وى، ځکه چې په هغۀ باندې د پاکوالى اوبۀ نۀ دى شيندلے شوې. هغه د مالِک خُدائ د خېمې سپکاوے کوى او هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.


هر څوک چې ناپاک شوے وى او خپل ځان پاک نۀ کړى نو هغه به ناپاک پاتې شى، ځکه چې په هغۀ باندې د پاکوالى اوبۀ نۀ دى شيندلے شوې. هغه د مالِک خُدائ د خېمې سپکاوے کوى او نور به د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.


خاوند به د ګناه نه خلاص وى، خو کۀ ښځه ګناهګاره وى، نو هغې ته به خامخا د خپلو بدو سزا مِلاو شى.


او ورته يې ووئيل، ”مونږ ناپاک يُو ځکه چې مونږ د مړى سره لګېدلى يُو، خو مونږ د نورو بنى اِسرائيلو سره ولې نۀ شُو شريکېدلے چې مالِک خُدائ ته نذرانه پېش کړُو؟“


نو پس خبردار شئ چې د هغۀ نه اِنکار ونۀ کړئ څوک چې تاسو ته کلام کوى. نو بيا هغه خلقو ته چې د خُدائ پاک کلام په زمکه اورولے شو، چې هغوئ رد کړو نو بچ نۀ شول، نو هغه پېغام چې د آسمان نه اورولے کيږى کۀ د هغۀ نه مخ اړوُو نو څنګه به بچ شُو؟


نو مونږ څنګه د سزا نه بچ کېدے شُو کۀ مونږ د دې لوئ خلاصون نه بې‌پرواه شُو، د کوم چې اول مالِک اعلان وکړو او بيا هغه خلقو وکړو چا چې هغه واورېدلو؟


او څوک چې د خُدائ پاک نه واوړى نو دا ناممکنه ده چې څوک هغوئ بيا توبه ويستلو ته راواړوى نو ځکه چې هغوئ په خپله د خُدائ پاک زوئ په دوېم ځل په سولۍ کوى او په خلقو کښې يې شرموى.


نو مسيح هم هغه شان يو ځل د ډېرو خلقو د ګناه وړلو دپاره قربان شوے دے. نو دوېم ځل چې هغه ښکاره شى نو د ګناه د قربانۍ دپاره نه، بلکې د هغوئ د دپاره څوک چې په ډېره مينه د هغۀ اِنتظار کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan