12 د هغه خوراک نه هيڅ هم د بل سحر پورې مۀ پرېږدئ او چې د هغه قربانۍ د ځناورو هډُوکى مات نۀ کړئ. د فسحې اختر د ټولو اصُولو په مطابق وکړئ.
تر سحره پورې په دې کښې هيڅ هم باقى مۀ پرېږدئ، خو کۀ پاتې شى نو هغه وسوزوئ.
مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل، ”دا د فسحې د اختر اصُول دى. د بل مُلک يو کس به هم د فسحې اختر خوراک نۀ خورى،
دا ټول خوراک به په هغه کور کښې خوړلے شى چې په کوم کښې دا تيار شوے وى، چې غوښه بهر راونۀ باسئ او چې يو هډُوکے هم مات نۀ کړئ.
په هغه شپه دې غوښه په اور وريته کړے شى او د ترخو بوټو او د پتيرې روټۍ سره دې وخوړلے شى.
چې هغوئ کوم ځائ ته هم سفر کولو نو د ورځې به يې د مالِک خُدائ د حضور وريځ د خېمې دپاسه ليدله او د شپې به يې په وريځو کښې بل شوے اور ليدلو.
دا کارونه وشول نو چې د صحيفې وينا پوره شى چې، ”د هغۀ يو هډوکے به هم مات نۀ کړے شى.“