11 نو تاسو ته اجازت دے چې دا يوه مياشت وروستو وکړئ، يعنې د دوېمې مياشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام. دا اختر د پتيرې روټۍ او ترخو بوټو سره وکړئ.
”بنى اِسرائيلو ته ووايه، کله چې تاسو يا ستاسو اولاد د مړى سره لګېدلو په وجه ناپاک يئ يا په لرې سفر کښې يئ، خو بيا هم د فسحې اختر کول غواړئ،
دا کارونه وشول نو چې د صحيفې وينا پوره شى چې، ”د هغۀ يو هډوکے به هم مات نۀ کړے شى.“
کله چې تاسو دا خوراک وخورئ، نو خمبيره شوې روټۍ به نۀ خورئ. اووۀ ورځې به تاسو پتيره روټۍ خورئ، هم هغه شان لکه څنګه چې تاسو د مِصر نه په تېزۍ سره راووتلئ. دا روټۍ خورئ او د دې نوم به د تکليفونو روټۍ وى، چې تر کومې پورې تاسو ژوندى يئ نو ستاسو به هغه ورځ ياده وى چې د مِصر مُلک نه راوتلئ.