Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 9:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 د بنى اِسرائيلو د مِصر مُلک نه د وتلو نه پس، د دوېم کال په اولنۍ مياشت مالِک خُدائ د سينا په بيابان کښې د موسىٰ سره خبرې وکړې. مالِک خُدائ ورته وفرمائيل،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 9:1
5 Iomraidhean Croise  

دا به تاسو زر زر خورئ، ځکه چې تاسو به د سفر دپاره ملا تړئ، ستاسو په پښو به پېزار وى او ستاسو په لاسونو کښې به امساګانې وى. دا زما يعنې د مالِک خُدائ په درناوى کښې د فسحې اختر دے.


نو د دې مياشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام، د بنى اِسرائيلو ټول قوم به دا څاروى حلال کړى.


چې کله هغوئ د مِصر نه راووتل نو د دوېم کال د اولنۍ مياشتې اوله ورځ وه چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه ودرولے شوه.


”د اولنۍ مياشتې په اوله ورځ مالِک خُدائ د حضور خېمه ودروه.


د دوېم کال د دوېمې مياشتې په وړومبۍ ورځ بنى اِسرائيلو د مِصر مُلک پرېښودو نه پس، د سينا په بيابان کښې مالِک خُدائ د خپل حضور په مقدسه خېمه کښې موسىٰ ته وفرمائيل،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan