9 بيا د بنى اِسرائيلو ټول قوم راغونډ کړه او ليويان زما د حضور خېمې په مخکښې ودروه.
هغوئ په يروشلم کښې د خُدائ پاک د کور د خِدمت دپاره اِمامان او ليويان د هغه اصُولو په مطابق منتخب کړل کوم چې د موسىٰ په کِتاب کښې ليکلے شوى وُو.
هارون او د هغۀ زامن د خېمې دروازې ته راوله او هغوئ ته ووايه چې غسل وکړى.
او زما د حضور مقدسې خېمې د دروازې خولې ته ټول قوم راوغواړه چې هلته راغونډ شى.“