7 طريقه دا ده، په هغوئ باندې د پاکوالى اوبۀ وشينده او هغوئ ته ووايه چې ټول بدن کل کړى او خپلې جامې ووينځى. نو هغوئ به پاک شى.
نو يعقوب خپل خاندان ته او هغه ټولو ته چې د هغۀ سره وُو ووئيل، ”تاسو سره چې کوم پردى بُتان دى هغه وغورزوئ، خپل ځانونه پاک کړئ او صفا جامې واغوندئ.
ټول ګناهونه زما ووينځه، او د ګناه نه مې پاک او صفا کړه.
تۀ زما ګناه ووينځه نو زۀ به صفا شم، تۀ مې ووينځه نو زۀ به هم د واورې نه زيات سپين شم.
او مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خلقو له ورشه او هغوئ ته ووايه چې هغوئ دې نن او سبا خپل ځانونه د عبادت دپاره پاک کړى. هغوئ دې خامخا خپلې جامې ووينځى
اوس به ډېر قومونه هغۀ ته حېران شى، او د هغۀ په وړاندې به د بادشاهانو د خولې نه خبرې نۀ وځى. ځکه چې هغوئ به هغه څۀ وګورى چې د څۀ ورته وئيلے شوى نۀ وى، او هغوئ به په هغه څۀ پوهه شى د څۀ چې يې اورېدلى نۀ وى.
اے يروشلمه، خپل زړۀ د ګناه او شرارت نه ووينځه، نو دغه شان به تۀ خلاصون حاصل کړئ. ترڅو پورې به تۀ په خپل زړۀ کښې د ګناه سوچونه کوې؟
زۀ به پاکې اوبۀ په تاسو وشيندم، نو تاسو به پاک شئ. زۀ به تاسو د خپلو ټولو حرام کارو او بُتانو نه پاک کړم.
هر څوک چې دې څيزونو له لاس وروړى نو هغه ناپاک دے او خامخا به خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى، هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى.
يا په هر څۀ باندې کښېنى په کوم باندې چې هغه سړے ناست وى نو هغه به جامې ووينځى او غسل به وکړى او تر ماښامه پورې به ناپاک وى.
څوک چې دا وسوزوى نو کېمپ ته واپس راتلو نه مخکښې هغه به خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى.
موسىٰ هارون او د هغۀ زامن مخکښې راوستل او هغوئ له يې په اوبو غسل ورکړو.
هر څوک چې د مړى سره ولګى او خپل ځان پاک نۀ کړى نو هغه به ناپاک وى، ځکه چې په هغۀ باندې د پاکوالى اوبۀ نۀ دى شيندلے شوې. هغه د مالِک خُدائ د خېمې سپکاوے کوى او هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.
تاسو به خپلې ټولې کپړې او څرمنې، د چېلو ټولې وړۍ او د لرګى نه جوړ شوے هر څيز پاک کړئ.“
ليويانو خپل ځانونه پاک کړل او جامې يې ووينځلې او هارون هغوئ مالِک خُدائ ته د خاص تُحفې په توګه پېش کړل. هارون د هغوئ دپاره د پاکوالى کفاره ادا کړه.
بلکې د هغوئ تعلق تش د خوراک څښاک او د پاکېدو تر مختلفو رسمونو پورې وو. دا احکامات تر هغې پورې مقرر دى ترڅو چې هغه وخت راشى چې هر څۀ صحيح کړى.
کۀ چرې د چېلو او غوَيانو په وينو نوستلو او د سخو په ايرو سره ناپاک خلق او د هغوئ بدنونه پاک کولے شى،
تاسو خُدائ پاک ته رانزدې شئ او هغه به تاسو ته رانزدې شى. اے ګناهګارانو، خپل لاسونه د بدو کارونو نه صفا کړئ او اے دوه زړيو خلقو، خپل زړونه پاک کړئ.
او دا اوبۀ د دې بپتسمې په مثال دى چې اوس تاسو بچ کوى، د دې مقصد ګندګى لرې کول نۀ دى بلکې په دې مونږ خُدائ پاک نه خواست کوُو چې د عيسىٰ مسيح د بيا ژوندى کېدو په وسيله زمونږ ضميرونه پاک کړى،
ما جواب ورکړو چې، ”زما مالِکه، تۀ خبر يې.“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”دا هغه کسان دى چې د لوئ مصيبتونو نه راغلى دى، هغوئ خپلې جامې د ګډُورى په وينو وينځلې او په هغې سپينې کړې دى.