4 د سر نه تر بېخه پورې ډيوټ د ټکولے شوو سرو زرو نه جوړ وو، هم د هغې نقشې په مطابق چې مالِک خُدائ موسىٰ ته ښودلې وه.
د ټکېدلے شوو سرو زرو نه دوه د وزرو والا مخلوق ورله جوړ کړه،
دا مقدسه خېمه او د هغې ټول سامان د هغې نقشې په مطابق جوړ کړئ کومه چې زۀ درته ښايم.
دا خېمه د هغه نقشې په مطابق ودروه کومه چې ما تا ته په غرۀ ښودلې وه.
د ټکېدلے شوو سرو زرو نه يې دوه د وزرو والا مخلوق جوړ کړل،
هارون هم هغه شان وکړل او ډيوې يې داسې کېښودې چې د ډيوټ مخې ته رڼا وه.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،
هغوئ چې په مقدس ځائ کښې عبادت کوى، نو هغه د هغه آسمانى عبادت نقل او تصوير دے. ځکه چې موسىٰ کله خېمه ودروله نو هغۀ ته دا هدايت ورکړے شُو چې، ”ګوره چې دا د هغې نقشې په مطابق جوړه کړې چې کومه ما درته په غرۀ باندې ښودلې ده.“
د آسمانى څيزونو نمونې دپاره دا ضرورى وه چې هغه په دې طريقه پاک کړے شى، خو آسمانى څيزونو ته په خپله د دې نه د ښې قربانۍ ضرورت دے.