Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 8:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 ليويانو خپل ځانونه پاک کړل او جامې يې ووينځلې او هارون هغوئ مالِک خُدائ ته د خاص تُحفې په توګه پېش کړل. هارون د هغوئ دپاره د پاکوالى کفاره ادا کړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 8:21
10 Iomraidhean Croise  

او مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خلقو له ورشه او هغوئ ته ووايه چې هغوئ دې نن او سبا خپل ځانونه د عبادت دپاره پاک کړى. هغوئ دې خامخا خپلې جامې ووينځى


اِمام به هغه کس او دا نذرانې د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې خولې ته يوسى.


هغه به خامخا په درېمه ورځ او په اوومه ورځ خپل ځان د پاکوالى په اوبو باندې پاک کړى، نو هغه به پاک شى. خو کۀ هغه په درېمه ورځ او په اوومه ورځ باندې خپل ځان پاک نۀ کړى، نو هغه به پاک نۀ وى.


پاک سړے به په ناپاک سړى باندې په درېمه او په اوومه ورځ باندې اوبۀ وشيندى. او په اوومه ورځ به هغه ناپاک سړے پاک کړى، د نمرپرېواتو په وخت د خپلو جامو وينځلو او په ځان اوبۀ اچولو نه پس به پاک شى.


”ليويان دې اوس زما شى. کله چې ما د مِصريانو وړومبى پېدا شوى نران ووژل، نو د بنى اِسرائيلو د هر خاندان مشر زوئ او وړومبے پېدا شوے ځناور وقف کړے شول چې زما شى. خو اوس د بنى اِسرائيلو د مشرانو زامنو په ځائ ليويان به زما شى. زۀ مالِک خُدائ يم.“


کله چې تۀ ليويان پاک او وقف کړې، نو هغوئ د خِدمت دپاره مقدسې خېمې ته دننه تلے شى.


نو موسىٰ، هارون او ټولو بنى اِسرائيلو ليويان وقف کړل، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو.


خلقو هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ د ليويانو په حقله موسىٰ ته حُکم کړے وو. نو ليويان په مقدسه خېمه کښې د خِدمت کولو دپاره د هارون او د هغۀ زامنو د مشرۍ لاندې لاړل.


طريقه دا ده، په هغوئ باندې د پاکوالى اوبۀ وشينده او هغوئ ته ووايه چې ټول بدن کل کړى او خپلې جامې ووينځى. نو هغوئ به پاک شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan