2 ”هارون ته ووايه چې کله هغه اووۀ ډيوې په ډيوټ باندې کېږدى، نو هغه به يې داسې کېږدى چې د ډيوټ مخې ته رڼا ورکوى.“
ستا کلام زما د پښو دپاره ډيوه ده او زما د لارې دپاره رڼا ده
ستا د کلام تعليم نُور ورکوى او جاهلانو خلقو ته پوهه ورکوى
د ډيوټ دپاره اووۀ ډيوې جوړې کړه او هغه داسې کېږده چې د ډيوټ مخامخ ځليږى.
د ډيوټ دپاره هغۀ اووۀ ډيوې جوړې کړې او هغۀ ورله د سوچه سرو زرو نه ايره پاکوونکې چمټې او مجمعې جوړې کړې.
د سوچه سرو زرو ډيوټ، د دې ډيوې او د دې ټول سامان او د ډيوو دپاره تېل،
او هغۀ هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې ډيوې بلې کړې، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.
د مالِک خُدائ هداياتو او تعليماتو ته ګورئ. هغه خلق څوک چې د هغۀ د کلام په مطابق پېغام نۀ اوروى نو د هغوئ مستقبل ښۀ نۀ وى.
هارون به د هغه ډيوو خيال ساتى کومې چې د سوچه سرو زرو په ډيوټ باندې دى او دې ته به پام کوى چې دا د مالِک خُدائ په حضور کښې هر وخت بليږى.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،
هارون هم هغه شان وکړل او ډيوې يې داسې کېښودې چې د ډيوټ مخې ته رڼا وه.
تاسو د ټولې دُنيا دپاره رڼا يئ. کوم ښار چې په غرۀ آباد وى هغه پټېدے نۀ شى.
هغه حقيقى نُور دُنيا ته راتلونکے وو کوم چې به په هر يو بنى آدم ځليږى.
نو مونږ سره د نبوت هغه کلام دے چې ډېر معتبر دے، دا به تاسو ښۀ وکړئ چې په دې داسې غور وکړئ لکه چې ډيوه په يو تيارۀ ځائ کښې رڼا ورکوى، ترڅو چې سحر شى او د سبا ستورى ستاسو په زړونو کښې وځليږى.
زۀ ورپسې راتاو شوم چې دا څوک دے چې ما سره خبرې کوى، او چې زۀ راتاو شوم نو ما د سرو زرو اووۀ ډيوټونه وليدل.
تا چې زما په ښى لاس کښې اووۀ ستورى ليدلى دى او هغه اووۀ د سرو زرو ډيوټونه، د هغې راز دا دے چې اووۀ ستورى د اوو جماعتونو فرښتې دى او دا اووۀ ډيوټونه اووۀ جماعتونه دى.“
او د تخت نه د برېښنا رڼا او د تندر آوازونه راختل او د تخت نه وړاندې اووۀ مشعلونه بلېدل چې د خُدائ پاک اووۀ روحونه دى.