15 کله چې تۀ ليويان پاک او وقف کړې، نو هغوئ د خِدمت دپاره مقدسې خېمې ته دننه تلے شى.
دا ټول د هارون او د هغۀ د زامنو په لاسونو کښې کېږده او هغوئ ته ووايه چې دا ټول د دې ښکاره کولو دپاره اوچت کړى چې دا مالِک خُدائ ته د خاص نذرانې په توګه وقف کوى.
”ليويان دې اوس زما شى. کله چې ما د مِصريانو وړومبى پېدا شوى نران ووژل، نو د بنى اِسرائيلو د هر خاندان مشر زوئ او وړومبے پېدا شوے ځناور وقف کړے شول چې زما شى. خو اوس د بنى اِسرائيلو د مشرانو زامنو په ځائ ليويان به زما شى. زۀ مالِک خُدائ يم.“
او بيا به هارون ليويان د بنى اِسرائيلو نه د خاص تُحفې په توګه ما ته وقف کړى، چې هغوئ زما خِدمت وکړى.
ليويان ما ته د خاص تُحفې په توګه وقف کړه او هارون او د هغۀ زامن د هغوئ مشران جوړ کړه.
د بنى اِسرائيلو د ټولو مشرانو زامنو په ځائ ليويان زما دى او هغوئ صِرف زما دى.