1 بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،
ليوى او د هغۀ زامن، جيرسون، قُهات او مرارى.
د سوچه سرو زرو نه يو ډيوټ جوړ کړه. د دې بېخ او د دې ډنډا د ټکېدلے شوو سرو زرو نه جوړ کړه، د دې د ښۀ ښکارېدلو دپاره ګلونه، سره د غوټو او پاڼو جوړ کړه، چې د دې سره يوه ټُکړه شى.
د ليويانو نومونه د نورو قبيلو سره نۀ وُو ليکلے شوى،
کله چې موسىٰ مقدسې خېمې ته دننه لاړو چې د مالِک خُدائ سره خبرې وکړى، هغۀ د مالِک خُدائ خبرې واورېدلې چې د لوظ د صندوق د سر دپاسه او د دوه وزرو والا مخلوق د مينځ نه يې د هغۀ سره کولې.
”هارون ته ووايه چې کله هغه اووۀ ډيوې په ډيوټ باندې کېږدى، نو هغه به يې داسې کېږدى چې د ډيوټ مخې ته رڼا ورکوى.“
په هغه وخت مالِک خُدائ د ليوى قبيلې سړى مقرر کړل چې د لوظ صندوق وړى او د اِمامانو په توګه د هغۀ خِدمت کوى او د هغۀ په نوم برکت غواړى. او تر اوسه پورې د هغوئ دا ذمه وارۍ دى.