9 خو قُهاتيانو له يې ګاډۍ يا غوَيان ورنۀ کړل، ځکه چې هغوئ د کومو مقدسو څيزونو ساتنه کوله هغه هغوئ په اوږو باندې وړلے شول.
کومو سړو چې د لوظ صندوق وړلو هغه يو شپږ قدمه تلى وُو، داؤد هغوئ ودرول او په دې دوران کښې هغۀ مالِک خُدائ ته د يو غوَيى او د يو څورب سخى قربانى پېش کړه.
هغوئ دا په غرۀ باندې د ابينداب د کور نه واخستو او په يوه نوې ګاډۍ باندې يې کېښودو. د ابينداب زامنو عُزه او اخيو ګاډۍ روانه کړې وه،
کله چې هغوئ د نکون درمند ته راغلل، نو غوَيى په غورزېدو شو او عُزه وروړاندې شو او د لوظ صندوق يې قابو کړو.
کله چې ټول مشران راغونډ وُو، نو اِمامانو د لوظ صندوق اوچت کړو
په وړومبى ځل تاسو دا رانۀ وړو، نو ځکه مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ له سزا راکړې ده چې مونږ د هغۀ نه دا تپوس نۀ دے کړے چې څنګه يې يوسو.“
نو داؤد ټول بنى اِسرائيليان د دې دپاره راغونډ کړل چې د لوظ صندوق هغه ځائ ته راوړى چې کوم يې ورله تيار کړے وو.
نو ليويانو ته نور ضرورت نشته چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه او هغه ټول سامان يوسى چې په عبادت کښې استعماليږى.“
د هغوئ ذمه وارى د دې څيزونو خيال ساتل وُو يعنې د لوظ صندوق، مېز، ډيوټ، قربانګاه، د هغه لوښو چې اِمامان يې په مقدس ځائ کښې استعمالوى او زيات مقدس ځائ ته د ننوتلو پړده. هغوئ د هغه ټول خِدمت ذمه وار وُو چې د دې څيزونو سره يې تعلق لرلو.