Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 7:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 هغوئ خپلې نذرانې مالِک خُدائ ته راوړلې، شپږ لوئې ګاډۍ او دولس غوائى، د دوو مشرانو دپاره يوه ګاډۍ او د هر مشر دپاره يو غوَيے. کله چې هغوئ دا حاضر کړل،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 7:3
7 Iomraidhean Croise  

هغوئ ته دا هم ووايه چې د مِصر نه خپل ځان سره ګاډۍ بوځى چې په کښې خپلې ښځې، ماشومان او خپل پلار د ځان سره راولى.


د يعقوب زامنو هم هغه شان وکړل چې څنګه فِرعون حُکم کړے وو. نو يوسف هغوئ له ګاډۍ او د سفر دپاره خوراک هم ورکړو.


کله چې جلاوطن شوى کسان په يروشلم کښې د مالِک خُدائ کور ته راورسېدل، نو د ډلو څۀ مشرانو رضاکارانه نذرانې د دې دپاره ورکړې چې د مالِک خُدائ کور په خپل زوړ ځائ کښې بيا جوړ کړى.


”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې ما ته يوه نذرانه پېش کړى. چې څوک د زړۀ نه ما ته څۀ نذرانه پېش کول غواړى تۀ يې ترې نه اخله.


هغوئ به ستاسو باقى پاتې خلق د هر يو قوم نه واپس راولى. هغوئ به يې په يروشلم کښې زما مقدس غر ته مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه راولى. مالِک خُدائ فرمائى، هغوئ به يې په آسونو، قچرو، اوښانو، جنګى ګاډو، نورو ګاډو داسې راولى لکه څنګه چې بنى اِسرائيليان په پاکو لوښو کښې زما کور ته د غلې نذرانې راوړى.


نو بيا، زۀ به تاسو داسې دباؤ کړم لکه څنګه چې د غلې نه ډکه ګاډۍ دباؤ وى.


نو مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan