Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 7:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 په هغه ورځ چې کله موسىٰ د مالِک خُدائ د حضور مقدسه خېمه ودرول پوره کړل، هغۀ مقدسه خېمه او د دې ټول سامان، قربان‌ګاه او د هغې ټول سامان په تېلو غوړ کړل او وقف يې کړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 7:1
15 Iomraidhean Croise  

هغۀ اوومې ورځې له برکت ورکړو او مقدسه يې وګرځوله، ځکه چې هغۀ په اوومه ورځ پېدايښت پوره کړو او څۀ يې ونۀ کړل.


هم په هغه ورځ هغۀ د دربار مرکزى حِصه هم وقف کړه، کومه حِصه چې د مالِک خُدائ کور ته مخامخ وه. هغۀ هلته پوره سوزېدونکې نذرانې، د غلې نذرانې، او د سلامتۍ نذرانو دپاره د څاروو وازګه پېش کړه. هغۀ داسې په دې وجه وکړل چې د زېړو قربان‌ګاه د دې ټولو نذرانو دپاره ډېره وړه وه.


”ټول وړومبى پېدا شوى نران ما ته وقف کړه. د هرې بنى اِسرائيلۍ ښځې مشر ماشوم او هر يو وړومبے نر څاروے زما دے.“


هره ورځ خامخا يو سخے د نذرانې په توګه قربانى کوئ، نو چې د ګناه کفاره ادا کيږى. دا به قربان‌ګاه پاکه کړى. د مقدس کولو دپاره يې د زيتُونو په تېلو غوړه کړئ.


د وينځلو ښانک او د دې بېخ هم په داسې طريقه وقف کړه.


”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې تا له دولس امساګانې درکړى چې د هرې قبيلې د مشر نه يوه يوه وى. د هر سړى نوم د هغۀ په امسا باندې وليکه


مشرانو د قربان‌ګاه وقف کولو دپاره هم نذرانې راوړې. کله چې هغوئ خپلې نذرانې په قربان‌ګاه باندې پېش کولو ته تيار شول،


هغه دولسو مشرانو د قربان‌ګاه وقف کولو دپاره هم نذرانې راوړې هغه ټولې دا دى. دولس د سپينو زرو جامونه او دولس د سپينو زرو ښانکونه، دا ټول اتۀويشت کلو وُو، دولس د سرو زرو لوښى، دا ټول يو نيم کلو وُو چې د خوشبويۍ نه ډک وُو، دولس غوَيى، دولس ګډان او دولس يو کلن ګډُورى، ورسره د غلې نذرانې هم يوړلے شوې، دا د سوزېدونکې نذرانو دپاره وُو، دولس چېلى د ګناه نذرانو دپاره وُو، او څليريشت غوَيى، شپېتۀ ګډان، شپېتۀ چېلى، شپېتۀ يو کلن ګډُورى، دا د وقف کولو نذرانې دپاره وُو.


اے ړندو، کوم څيز زيات اهم دے، شکرانه کۀ هغه قربان‌ګاه چې شکرانه هم پاکوى؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan